منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۱۴ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

هلمند کې له سلګونو تنو د قابلکۍ او نرسنګ برخو ته دجذب ازموينه واخيستل شوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۸ کتنې

لښکرګاه(پژواک، ۲۱ زمری۹۶): د هلمند د عامې روغتيا رياست چارواکي وايي چې د روغتيايي ستونزو د کموالي په موخه به يو شمېر ښځينه او نارينه روغتيايي کارکوونکي تر زده کړو وروسته خپلو سيمو کې پر دندو وګوماري.

دغه څرګندونې د هلمند د عامې روغتيا رييس مولاداد توبه ګار د زمري په ٢١ مه دغه ولايت کې له درې سوه ښځينه او ١٢ سوه نارينه وو څخه د قابلګۍ او نرسنګ د ازموينې اخيستنې پرمهال وکړې.

د هغه په وينا، له دې شمېرې څخه به ١٤٠ تنه بريالۍ شي چې بيا به د قابلګۍ او نرسنګ په برخو کې درې کلنې زده کړې وکړي.

توبه ګار زياته کړه: (( کله يې چې درسونه په خير ترسره کړل نو بيا به خپلو سيمو ته ځي او په دې برخو کې به فعاليت کوي.))

هغه دا هم وويل چې د هلمند پوهنتون  د معالجې په برخه کې تر اوسه همدا دوه څانګې درلودې، خو څه موده وروسته به يې د فارمسۍ څانګه هم په فعاليت پيل وکړي.

دغه راز په دې غونډه کې د هلمند د ولايتي شورا غړې نرګس رخشانې وويل چې دغه ازموينه په رڼه توګه ترسره شوه.

هغې زياته کړه: (( د ښځو لپاره به په نږدې ولسواليو کې مشکلات نه وي چې وظيفه وکړي؛ ځکه وسله وال مخالفين هم د صحت له سکتور سره مشکل نه لري.))

د رخشانې په وينا، په تېرو کلونو کې په دې کچه ښځو په دغې پروسه کې ګډون نه کاوه، خو سږکال د لومړي ځل لپاره سلګونو ښځو په کې برخه اخيستې ده.

د ازموينې يوې ګډونوالې سعيدې پژواک ته وويل،  له لښکرګاه څخه يې په دې ازموينه کې ګډون کړى، خو د اړتيا پرمهال چمتو ده چې په ولسواليو کې هم دنده ترسره کړي.

دې وويل: (( ښځې د سختو امنيتي او کلتوري ستونزو ترڅنګ غواړي، خدمت وکړي نو بايد مرسته ورسره وشي.))

د ازموينې بل ګډونوال فضل الباري پژواک ته وويل، له کجکي ولسوالۍ څخه يې په دې ازموينه کې برخه اخيستې ده.

هغه وويل: (( زه غواړم چې په دغه برخه کې درس و وايم او خپله سيمه کې خلکو ته خدمت وکړم؛ ځکه زموږ ولسوالۍ کې خلک له ډېرو روغتيايي مشکلاتو سره مخ دي.))

دا په داسې حال کې ده چې د کجکي ترڅنګ د نادعلي، واشېر، مارجې، ناوې، ګرمسير او ګرشک ولسواليو مرکزونه له حکومت سره او پاتې نورې سيمې له  وسله والو طالبانو سره دي.

همدارنګه د هلمند د مرکز لښکرګاه د ځينو سيمو ترڅنګ د باغران، دېشو، موسى کلا، نوزاد، خانشين او سنګين ولسواليو کنټرول هم له وسله والو طالبانو سره دى.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا