کندهار (پژواک، ۲۲ زمری ۹۶): د ملي دفاع سرپرست وزیر وايي چې د جګړې د مدیریت تر څنګ په ملي اردو کې د فساد پر مخنیوي او اهل کسانو ته د کارونو پر سپارلو جدي کار کوي.
تورن جنرال طارق شاه بهرامي دغه څرګندونې نن (د زمري ۲۲مه) کندهار ته د خپل سفر پر مهال چې د ملي امنیت لوی رییس محمد معصوم ستانکزي او نورو چارواکو یې هم ملتیا کوله، د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو په قوماندانۍ کې وکړې.
په دې غونډه کې د کندهار والي زلمي ویسا، د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق، د ۲۰۵ اتل قول اردو قومندان جنرال امام نظر بهبود، ګڼ شمېر نورو نظامي مسوولینو او مخورو ګډون کړی وو.
د ملي دفاع سرپرست وزیر تورنجنرال طارق شاه بهرامي وویل، همدا اوس د هېواد نظامي وضعیت داسې ده چې په ۲۳ ولایتونو کې جګړه روانه ده، خو له دې جملې په ۹ ولایتونو کې د جګړې شدت زیات دی.
خو ده زیاته کړه چې امنیتي ځواکونه په ډېره مېړانه او قاطعیت له خپلو خلکو او خاورې دفاع کوي.
هغه د بېلګې ته توګه د هېواد په ختیځ کې د ننګرهار د پچیراګام او تورې بوړې، د هېواد په شمال کې د فاریاب او په غرب کې د غور عملیات یاد کړل چې د ده په خبره ډېر بریالي وو.
دغه راز ده د ۲۰۵ اتل قول اردو د ځواکونو ستاینه هم وکړه چې د کندهار په میوند، خاکرېز، نېش او شاولیکوټ کې یې بریالي عملیات کړي او وسله وال یې ځپلي دي.
خو ده ټینګار وکړ چې له ملي اردو څخه د خلکو هيلې له دې هم ډېرې دي چې د هغوی د ژوند خوندیتوب او له خاورې ټینګه ساتنه ده.
بهرامي وویل، د هېواد د سیاسي زعامت او نړیوالې ټولنې هیله له دوی څخه دا ده چې په ملي اردو کې د فساد مخنیوی وشي او کار اهل کسانو ته وسپارل شي.
د ده په خبره، که دوی دا کار و نه کړي نو نړیواله ټولنه به خپلې مرستې بندې کړي.
نوموړي زیاته کړه: ((د جګړې په دې سخت فصل کې د جګړې د مدیریت تر څنګ زموږ لومړۍ دنده دا ده چې د خلکو ساتنه وکړو او دویم دا چې د ملي اردو بنسټ سازي وکړو.))
دی وايي، د بنسټیزې اردو جوړونې په برخه کې درې اصله مهم دي چې یو مسلکي تشکیلاتي جوړښت دی، دویم د ښو او غوره کدرونو ځای پر ځای کول دي او درېیم د غوره او سرچینو چمتو کول دي.
هغه زیاته کړه، د همدې موخې لپاره یې کاري کمېټې جوړې کړي، څو پر یادو شوو برخو په جدیت کار وکړي.
نوموړي د دې تر څنګ یادونه وکړه چې پر څلور کلن پرمختیايي پلان هم په پوره جدیت کار روان دی چې له مخې به یې د کوماندو ځواکونو شمېره دوه برابره شي او د هېواد هوايي ځواک به په بې سارې توګه پياوړی شي.
د ملي دفاع وزیر د ۲۰۵ اتل قول اردو له مشرتابه وغوښتل چې په ورته توګه دوی هم د فساد د مخنیوي لپاره هلې ځلې وکړي او دندې په کار پوهو او مسلکي کسانو ته وسپاري.
غونډې ته د کندهار والي زلمي ویسا هم خبرې وکړې.
هغه وویل، د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه په هغو امکاناتو چې په واک کې یې لري ستر کار کوي.
خو ده له ملي دفاع وزیر څخه وغوښتل چې د قول اردو رهبرۍ ته صلاحیت ورکړي.
ده زیاته کړه، د ټولیو، بلوکونو، جزوتامونو او لواګانو قومندانان د اړوند وزارت له خوا ټاکل کېږي، په داسې حال کې چې د وزارت په پرتله د قول اردو مشرتابه د خپلو قومندانانو د وړتیاوو په اړه ښه معلومات لري.
والي د ملي اردو د تلفاتو ډېرېدل د کمزوزي مدیریت له امله وګڼل او ویې ویل په دې برخه کې ستونزې او نیمګړتیاوې په هیڅ توګه د زغم وړ نه دي.
ده وویل: ((د محاربې پر مهال کمزوری مدیریت د سرتېرو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.))
د ملي دفاع سرپرست وزیر کندهار ته داسې مهال سفر کوي چې په دې وروستیو کې د دې ولایت په شمالي ولسوالیو نېش، خاکرېز، شاولیکوټ او ځینو نورو کې د ملي اردو د سرتېرو تلفات په بې سارې توګه لوړ شوي دي.
ټاکل شوې چې د ملي دفاع د وزیر په مشرۍ راغلی پلاوی به دغه موارد وڅېړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










