کابل (پژواک، ٢٥ زمرى ٩٦): د سعودي عربستان مرستندويه ټولنې په کابل کې د ابو حنيفه دارالعلوم پر کتابونو او وسايلو سمبال کړ.
د افغان ولس لپاره د سعودي مرستندويه کمېټې له خوا د زمري په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دوى د امام ابو حنيفه دارالعلوم کتابتون ته د څه باندې څلورنيم ميليونه افغانيو په ارزښت کتابونه او وسايل ورکړل.
سرچينې زياته کړې، ياد کتابتون يې د کتابتونو تر څنګ پر فرش، الماريو او کمپيوټرونو هم سمبال کړ.
په خبرپاڼه کې د یاد کتابتون په کتابونو او کمپیوټرونو او مهمو وسایلو سمبالول د هغه تړون ليک برخه ده چې ۲۰۱۳ کال کې د سعودي عربستان سفارت د افغانستان د اسلامي جمهوريت د پوهنې له وزارت سره د يو ميليون ډالرو په ارزښت لاسليک کړ.
د سرچينې په وينا، د دغه تړون له مخې د افغانستان د پوهنې وزارت اړوند ښوونځيو او مدرسو زده کوونکو باندې ١٢٤زره جلده ديني کتابونه او پر شل زره زده کوونکو درسي بکسې او قران کريمونه ووېشل شول.
د سعودي مرستندويه کمېټه وايي چې د دغه تړون په دويمه برخه کې د حکومتي لويو او مشهورو دارالعلومونو ته کتابتونونه جوړول او په کتابونو او اړوند سامان الاتو مجهز کول و.
نوموړي د خپلو خبرو پر مهال د مرستندويه کمېټې هلې ځلې چې له ۲۰۰۲ څخه یې په مسلسله توګه کوي مننه وکړه او د لا زياتو مرستو غوښتنه یې وکړه.