ژبه

کونړ کې ١١ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته

اسعداباد(پژواک،٢٨زمرى٩٦): د کونړ امنيتي چارواکي وايي چې د وسله والو طالبانو په بريدونو کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او نهه نور ټپيان دي.

د کونړ امنيه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت د زمري ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې وسله والو طالبانو پر سرکاڼو ولسوالۍ څلور د هاوان مرمې توغولي دي.

هغه وايي: (( هلته د جشن مراسم نيول شوي او دوى پرې د هاوان مرمې ويشتي دي.))

هغه زياته کړه چې د مرمې د لګيدو له امله دوه ماشومې نجوني وژل شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون اته تنه نور ټپيان دي.

قوماندان وايي: (( د دې کسانو غچ به حتمن اخلم.))

خو د کونړ د ولايتي روغتون رييس ډاکتر فاروق سهاک پژواک ته وويل چې له يادې پېښې څخه دوى ته نهه ټپيان او دوه جسدونه ور وړل شوي دي.

هغه وايي چې د دوه ټپيانو روغتيايي حالات نازک دى.

وسله والو طالبانو د دې بريدونو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.