کابل (پژواک،د وږي لومړۍ نېټه ٩٦) : “ستړى مزل” نومى کتاب چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د څلورو سفرونو يونليک دى چاپ او د کتاب مينه والو ته وړاندې شو .
دغه کتاب د پژواک خبري اژانس ژورنالېست حکيم بشارت په ١٨٣مخونو کې ليکلى او په کابل کې د اکسوس خپرندويه ټولنې له خوا په ښه کيفيت او ښايسته رنګ چاپ شوى دى.
د کتاب ليکوال چې له پخواني ولسمشر کرزي سره يې د هغه د حکومت پرمهال د پژواک ادارې له خوا د خبريال په توګه پاکستان ، جرمني ، امريکا او چين ته رسمي سفرونه درلودل يو شمېر د ويلو وړ مسايل يې په دې کتاب کې را اخيستي دي .
د کتاب ليکوال په دې اړه وايي : (( دا راته مهمه وبرېښده چې خپلو هېوادوالو ته د قلم په ژبه وليکم چې ستاسو دا ولسمشر او يا نور ولسمشران د يو شمېر هېوادونو تر څه ټول فشار لاندې وي او ځينې هېوادونه زموږ له ولسمشر څخه د خپلو ګټو د خونديتوب په موخه څه ډول غوښتنې لري .))
د ده په خبره چې کېداى شي دا به له يوه افغان ولسمشر سره د سفرونو پرمهال د يوه خبريال لومړى يونليک وي، چې ليکي يې او بايد په راتلوونکي کې نور خبريالان هم چې له ولسمشرانو سره ورته سفرونه کوي له خبري پوښښ پرته د سفر مهمه يادښتونه راټول او ويې ليکي .
دا کتاب هغو کسانو ته ډالۍ شوى چې د مرګ تر پولې هم د حقيقت لټون نه پرېږدي.
دا د بشارت څلورمه ټولګه ده چې له چاپه راوځي تر دې مخکې يې درې نورې ټولګې (يوه لپه اوبه د لنډو کيسو مجموعه ، ګل کونډه د هند يونليک او سيد شمس الدين مجروح څېړنيز اثر) چاپ شوي دي.
ياد ليکوال دوه نورې ناچاپ ټولګې هم لري چې په راتلونکي کې به چاپ شي .










