منځپانګې ته تلل
جمعه ۲۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۳۶ غ.و
۵°صاف · ↑۱۵° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی

“د جيوديزي او کارتوګرافي ادارې په ٩مياشتو کې نوى مسلکي فعاليت نه دى کړى”

· ۴ دقیقې لوستل · ۷۷ کتنې

کابل (پژواک، ٤ وږى ٩٦): ځينې سرچينې وايي چې د جيوديزي او کارتوګرافي ادارې د اراضي له خپلواکې ادارې سره له ور ګډېدو وروسته نوى مسلکي فعاليت نه دى درلودلى او له ورګډېدو ٩  مياشتې وروسته يې تر اوسه  پورې حتى  جوړښتي طرحه هم نه ده عملي شوې.

خو د افغانستان د اراضي خپلواکه اداره، په دې اداره کې د کارونو د ټکني کېدو ادعاګانې ردوي او وايي چې د دوو ادارو يو ځاى کېدل او د نوي جوړښت رامنځته کېدل چې د دې ادارې له خوا په ٩ مياشتو کې ترسره شوى دى، اسان کار نه دى.

د دې ادارې چارواکي وايي چې د جيوديزي او کارتوګرافي ادارې نوى جوړښت د ولسمشر او ا داري اصلاحاتو د خپلواک کميسيون له خوا تاييد شوى دى او د يوې اوونۍ په اوږدو کې د تاييد لپاره اراضي ادارې ته سپارل کېږي.

د جيوديزي او کارتوګرافي اداره په ١٣٤٥ کال کې د”سروې کدستر” رياست په نامه جوړه شوه او له هغې وروسته يې په مختلفو نومونو فعاليت کړى دى.

د افغانستان ولسمشر د ١٣٩٥کال په ليندۍ مياشت کې د افغانستان د اراضي له خپلواکې ادارې سره د جيوديزي او کارتوګرافي د عمومي رياست د يوځاى کېدو حکم صادر کړ او اوس د اراضي ادارې په چوکاټ کې فعاليت کوي.

خو د جيوديزي او کارتوګرافي ادارې يوه کار کوونکي چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې له ادغامېدو وروسته تر ډېره د دوو يادو واحدونو پر جوړېدو چې سره مدغم شوي دي، کار شوى دى.

د هغه په وينا؛ د جيوديزي او کارتوګرافي برخه چې په دې کابو ٩مياشتو کې، د افغانستان او ايران ترمنځ د سرحدي کرښې د نوي کولو د کار له دوام پرته چې هغه هم کابو دوه کاله مخکې پيل شوى دى، هېڅ مسلکي فعاليت نه دى درلودلى.

دغه سرچينه وايي چې د افغانستان او ايران ترمنځ د سرحدي کرښې نوي کېدل چې بايد پخوا ختم شوى واي، هم ډېر سوکه پرمخ ځي.

د دې ادارې يوې بلې سرچينې چې هغې هم نه غوښتل په رپوټ کې يې نوم ياد شي، د خپل همکار يادې څرګندونې تاييدوي او وايي چې د دې ادارې ودانۍ سردارمحمد داوود د ولسمشرۍ په وخت کې د دې ادارې د مسلکي کسانو د اړتيا په پام کې نيولو سره په معياري ډول جوړه او د انځورګرۍ او نقشې جوړونې پر وسايلو سمبال شوې ده.

د سرچينې په وينا، دغه ودانۍ د جيوديزي او کارتوګرافي ځانګړې وه، له ادغامېدو وروسته د ملي امنيت رياست ته وسپارل شوه چې بايد دا کار نه وى شوى.

نوموړي وويل چې د جيوديزي او کارتوګرافي ادارې د یوې الوتکې په ګډون ټول وسايل د دې ادارې په پخواني ځاى کې پاتې شوي دي.

هغه زياته کړه: “زموږ ټول قيمتي ماشينونه چې ان يو شمېر يې له پلاتينو څخه جوړ شوي دي، يو يې هم نه دى را منتقل شوى، پر سر يې پلاستيک کش شوى، هماغه شان له کارونې پاتې دي او موږ ته يو ځور دى.”

عبدالوکيل چې په وروستيو څه باندې درېيو لسيزو کې د جيوديزي او کارتوګرافي ادارې رياست په شمول يې په بېلابېلو برخو کې کار کړى دى، وويل چې جيوديزي (د نقشې جوړولو لپاره د ټکي موقيت کوردينات)، فوتوګرامتري (د هوا له لارې د انځور اخيستل)،کارتوګرافي (پر نقشې د هوا له لارې د اخيستل شوو انځورونو بدلېدل)، سروې او کدستر (د اراضي کرښو ټاکل) د دې ادارې د فعاليتونو برخې دي.

نوموړي زياته کړه، کله چې د اراضي خپلواکې ادارې شتون نه درلود، د جيوديزي او کارتوګرافي ادارې د سروې او کدستر له لارې د ځمکې اړوند ټول کارنه ترسره کېږي.

د هغه په وينا، د جيوديزي اداره مخينه لرونکې، علمي او مسلکي اداره ده او دا پر ځاى نه ده چې د اراضي د خپلواکې ادارې تر چتر لاندې فعاليت ولري.

د هغه په وينا، اړينه وه چې د اراضي خپلواکه اداره د جيوديزي او کارتوګرافي ادارې يوه برخه شوې واى.

نوموړي وويل چې د جيوديزي او کارتوګرافي اداره له دې مخکې تر یادې کچې مسلکي او علمي کار کاوه چې په سيمه کې يې سارى نه درلود.

خو د عبدالوکيل په وينا، ښکاره ده چې دغه اداره اوسمهال علمي او مسلکي کارونه نه لري؛ ځکه ټول وسايل يې مهر ولاک شوي دي.

پژواک د جيوديزي او کارتوګرافي ادارې له مشر عبدالرووف ياري سره ټيلېفوني اړيکه ونيوه څو په دې اړه خبرې وکړي؛ خو له مرکې کولو څخه يې ډډه وکړه.

خو د افغانستان د اراضي خپلواکې ادارې وياند غلام حسين رحماني وويل: “موږ په کلکه ردوو، زموږ په کارونو کې هېڅ سستي نه ده راغلې او همدا اوس د افغانستان او ايران په پوله (د سرحدي کرښو نوي کېدل) پر سرحدي نښو کار چې په تېرو کالو کې پيل شوى و، روان دى.”

دا په داسې حال کې ده چې نوموړي هم د جيوديزي او کارتوګرافي ادارې له پخوانۍ ودانۍ څخه، د اراضي په خپلواکه اداره کې د دې ادارې د وسايلو نه انتقال تاييد کړ؛ خو ويې ويل چې ټول وسايل او تجهيزات يې خوندي دي او لېږدول يې ورپسې مسئله ده.

د هغه په وينا، ښايي چې د يادو دوو ادارو واحد تشکيل په نږدې ورځو کې اراضي ادارې ته وسپارل شي او د هغې له مخې به کسان وګومارل شي.