ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د زابل د عالمانو شورا مرستیال وژل شوی

د زابل د عالمانو شورا مرستیال وژل شوی

author avatar
27 Aug 2017 - 11:13
د زابل د عالمانو شورا مرستیال وژل شوی
author avatar
27 Aug 2017 - 11:13

کلات (پژواک، ٥ وږى ٩٦): ناپېژاغندو وسله والو د زابل د ديني عالمانو شورا مرستيال مولوي عبدالحکيم حکمت پر ډزو وژلى دى.

د زابل د شاه جوی ولسوال وزير محمد جوادي د وږى په پنځمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ناپېژاندو وسله والو نن سهار د دغه ولايت د ديني عالمانو شورا مرستيال عبدالحکيم حکمت وژلى دى.

هغه وايي: ((د هغه مړی يې د دې ولسوالۍ په بره خان سيمه کې غورځولى وو او امنيتي ځواکونو موندلی دی.))

هغه وويل چې د پېښې په تور تر اوسه څوک نه دي نيول شوي.

د زابل د ولايتي شورا رييس عطاجان حقبيان هم ياده پېښه تاييد کړه.

د دې پېښې مسووليت تر اوسه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخيستى.

د يادونې ده، مولوی عبدالحکيم حکمت تل د رسنيو په مخ پر پاکستان سختي نيوکې کولې او پاکستان يي د افغانستان په ټولو بدبختيو کې ښکېل باله.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.