ګردېز(پژواک،٦وږى٩٦): پکتيا کې د نږدې لس ميليونه افغانيو په لګښت د توبر کلوز ناروغۍ د درملنې د ځانګړي روغتون د جوړېدو چارې پيل شوې.
د پکتيا د عامې روغتيا رياست مسوولين وايي چې ياد روغتون د سوېل ختيځ زون په کچه په يوه پوړ کې په څلورو مياشتو کې جوړيږي.
د دې ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکټر شېرمحمد نقشبندي پژواک ته وويل چې د دې روغتون په جوړېدو سره به د يادې ناروغۍ په منظم ډول درملنه او مخنيوی وشي.
نقشبندي توبرکلوز لويه ناروغي يادوي او وايي چې له دې سره به يې د مخنيوي او تداوي چارې اسانه او ښې شي.
نوموړی وايي، تر دې وړاندې يې دا ناروغان پلازمېنې کابل ته لېږل، خو د دې روغتون له جوړېدو سره به وکولای شي چې د زون د ټولو ولايتونو ناروغان په پکتيا کې تداوي کړي.
ده وويل:((که چېرته په يوه ناروغ کې دا ناروغي سخته شي، نو په يوه اوونۍ کې تر سل کسانو پورې سرايت کوي، نو په دې روغتون کې ١١کسه پرسونل به ورته مقرريږي او انشاالله د روغتيا په برخه کې يو ښه ګام دی.))
توبرکلوز يوه ساري ناروغي ده چې په اسانۍ نورو ته هم سرايت کوي.
پرله پسې دوه اوونۍ ټوخی او تبه په دې ناروغۍ د اخته کېدو عوامل دي او ډاکتران وايي که څوک له داسې حالت سره مخ شي، نو ژر تر ژره بايد روغتيايي مرکز ته مراجعه وکړي.
login or register a new account.