منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۳۷ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د اسیایي سیالیو بریالیو افغان لوبغاړو ته نغدي جایزې ورکول کېږي

· ۵ دقیقې لوستل · ۹۳ کتنې

کابل (پژواک، ٢٠ وږى ٩٦): د ولسمشر د يوه حکم له مخې، د اسیایي سیالیو بریالیو افغان لوبغاړو ته نغدي جایزې ورکول کېږي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د اولمپیک ملي کمېټې، بدني روزنې ، د ورزش مسوولینو او همداراز هغو لوبغاړو سره چې په نږدې راتلونکي کې په ترکمنستان کې د اسیایي رزمي سیالیو پنځم دور کې ګډون کوي، وکتل.

سرچينه کاږي، په پیل کې د جمهور رئیس فرهنګي سلاکار استاد اسدالله غضنفر د ترکمنستان د رزمي هنرونو او ورزشي سالون دننه د ترسره کېدونکو لوبو په پنځم پړاو کې افغان بریالیو لوبغاړو ته د نغدي جایزو د ورکړې په اړه حکم ولوست.

په حکم کې راغلي، په یادو سیالیو کې د افغان لوبغاړو د ګډون، هڅونې او بریا ته د رسېدو په خاطر هغو لوبغاړو ته چې په یادو سیالیو کې د مډالونو په اخیستلو بریالي شي، دغه نغدې جایزې ورکول کېږي.

۱- د سرو زرو مډال هر یوه ګټونکي ته ۶۷۰زره افغانۍ.؛

۲ ـ د سپینو زرو هر یوه مډال ګټونکي ته ۳۳۵ زره افغانۍ.

۳- د برونز مډال هر یوه ګټونکي ته به ۲۰۱زر افغانۍ ورکړل شي.

د غونډې په دوام کې، سمیرا اصغري او بشیر تره کي د ورزشکارو په استازیتوب خبرې وکړې، ورزش او د هېواد لوبغاړو ته د جمهوررئیس د ملاتړ او پاملرنې قدرداني یې وکړه.

سمیرا اصغري زیاته کړه، افغان ښځینه لوبغاړو د ترکمنستان راتلونکو سیالیو کې د ګډون لپاره تیاری نیولی او ځینې لوبغاړي د اسیا اولمپیک شورا او اولمپیک بین المللي کمېټې غړیتوب هم لري چې د افغانستان لپاره ویاړ دی.

تره کي زیاته کړه، افغان ورزشکاران به کوښښ وکړي چې د افغانستان ښه استازیتوب وکړي او په پیاوړې روحیه په سیالیو کې ونډه واخلي او خپلو خلکو ته پام وړ لاسته راوړنې ولري.

دغو لوبغاړو وويل، په هېواد کې د معیاري ورزشي امکاناتو کموالي ته په پام، افغان لوبغاړي په لوړ همت هڅه کوي چې په لویو سپورتي ډګرونو کې خپلو خلکو ته لاسته راوړنې او ستر ویاړونه راوړي.

په دې کتنه کې د اولمپیک ملي کمېټې رئیس جنرال محمد ظاهر اغبر خبرې وکړې او لوبغاړو ته د جمهور رئیس د پاملرنې او د هغوی د هڅونې قدرداني یې وکړه او ويې ویل، موږ ټول له هېواد سره ستاسو خواخوږي او مینه درک او د حکومت د برنامو ملاتړ کوو.

ده زیاته کړه: د هېواد د ورزش په تاریخ کې، لومړی ځل دی چې د هڅولو او نغدي جایزو د ورکړې لپاره جمهور رئیس داسې حکم صادروي او لومړی ځل دی چې جمهور رئیس له افغان لوبغاړو سره په اسیایي سیالیو کې ګډون کوي چې دغه موضوع په ورزشي اسیایي سیالیو کې لوبغاړو ته د روحیې په ورکولو کې د پام وړ اغېز لري.

نوموړي د هېواد د لوبغاړو پر اتحاد او یووالي ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، باید د دې اجازه ورنه کړو چې د لوبغاړو ترمنځ نفاق رامنځ ته شي، ځکه د هېواد د ورزش لاسته راوړنې ځانګړي ډلې او فرد پورې اړوند نه دي.

همداراز د هېواد د بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس محمد همایون خیري د خبرو پر مهال د لوبغاړو د نغدي ملاتړ په اړه د جمهور رئیس د حکم د صادرېدو او د هېواد ورزش ته د جمهور رئیس د پاملرنې قدرداني وکړه.

ولسمشر په دې کتنه کې لوبغاړو ته په خطاب کې وویل: "زه ستاسو پر همت حساب کوم او ستاسو همت لویه پانګه ده چې هېواد ته مو ورکړې، تاسې د افغانستان اتلان او ویاړونه یاست."

هغه د کرکټ ورزش پرمختګونو ته په اشارې زیاته کړه، لومړی د کرکټ ورزش له هېڅ څخه پیل شو او هر څه ته ورسېد چې د نننیو ورزشکارانو په همت لوی نړیوال بریالیتوبونه د افغانستان په برخه شول.

د ده په وينا، نغدي جایزې  د هېواد لوبغاړو ته د زیاتې انګېزې ورکولو په خاطر دي، ترڅو په مادي او معنوي ملاتړ هېواد ته ویاړ ور وبښي.

هغه زیاته کړه، د ترکمنستان له اسیایي سیالیو وروسته د افغانستان د ورزش ودې او پراختیا لپاره د افغانستان د ورزش پر څلور کلن پلان کار وکړئ.

جمهور رئیس څرګنده کړه، د بشري قوا عالي شورا به جوړه شي چې د معارف او لوړو زده کړو پر نصاب سربېره به د هېواد د ورزش په ښه والي هم بحث وکړي او له هغوی یې وغوښتل، چې په دې  اړه خپل لیدلوري وړاندې کړي.

ده وويل، د جامع ورزشي برنامې د تنظیم په خاطر د اوسني حالت تعریف ته اړتیا ده، ورزشي امکانات باید تشخیص او راتلونکې موخې وټاکل شي.

هغه د دغې برنامې بنسټ د لوبغاړو ترمنځ د اعتماد فضا وبلله.

ولسمشر وايي، تاسو ته ورزشي ظرفیتونه مشخص دي چې  له چا څخه په کومه برخه کې کار واخیستل شي، نو اړتیا ده چې اساسي ظرفیتونه تشخیص شي.

هغه له لوبغاړو او د ورزش مسوولینو څخه وغوښتل، چې د هېواد ورزش جدي وګڼي، ترڅو په  ټولنه کې بنسټي شي او خلک د سالم ژوند لپاره ورزش ته مخه کړي.

اشرف غني په اسیایي او نړیوالو ورزشي بنسټونو کې د ښځینه ورزشکارو په حضور خوښي څرګنده کړه او د هېواد د ورزش په برخه کې یې د ښځو پر زیاتې ونډې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، زمونږ په ملی فرهنګ کې تل د ښځو ونډه روښانه وه.

دى زياتوي، افغان ښځینه لوبغاړي د افغانستان د ښځو استازیتوب او د هېواد د پت او ویاړ په توګه په بېلابېلو ورزشي سیالیو کې ګډون کوي.

هغه لوبغاړو ته د زیاتو بریاوو هیله وکړه.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې