منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 7:52 غ.م
ننوتل
10° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
نوښت او ټکنالوجيغړي

خوست کې یوه محصل یو پوځي نمونوي ټانګ جوړ کړی

· 4 دقیقې لوستل · 194 کتنې

خوست ښار (پژواک، ۲۱ وږی ۹۶): په خوست کې يوه محصل چې د ملي اردو يو نمونوي ټانک يې جوړ کړی، له دولته غوښتنه کوي چې د تخنيکي زده کړو وسايل او نور امکانات ورته برابر کړي.

دغه ځوان چې رشيدالله نومېږي، د خوست د اسماعيل خېلو او مندوزيو ولسوالۍ د حسن زيو کلي اوسېدونکی او اوس مهال په شيخ زايد پوهنتون کې د ژبو او ادبياتو پوهنځي د درېيم کال محصل دی.

ده له پژواک اژانس سره په خبرو کې وويل چې په خپل نوښت يې د ملي اردو يا د ملي پوليسو يو کوچنی ټانک جوړ کړی، خو که امکانات ورته برابر شي، د تخنيک په برخه کې نور نوښتونه هم کولای شي.

هغه زياته کړه: ((دا ټانک يو متر اوږدوالی او نږدې نيم متر سور لري چې له پلاستيکي ټوټو، اهن چادر، ډاينموګانو، د کوچني بايسکل ټايرونو او ځينو نورو شيانو څخه مې په کې کار اخيستی دی.))

رشيدالله وويل چې که څه هم تخنيک يې مسلک نه دی، خو له دې برخې سره يې د خپلې ځانګړې مینې له مخې دغه ټانک او ورسره د ملي اردو د عسکرو يو ټوپک جوړ کړی دی.

نوموړى وايي: ((په دې موټر کې درې ډاينموګانې نصب شوې، دوې مخکې او يوه شا ته. د برق په وسيله هم مخکې حرکت کوي او هم شا ته. د پاسه پرې دهشکه هم نصب ده چې ټانک ته يې ښکلا ورکړې ده.))

دغه ځوان همدارنګه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د نظامي برخې له تخنيک سره يې علاقه له پخوا وه، خو د خپلې کورنۍ د اقتصادي مشکلاتو له کبله ډېرو شيانو ته لاسرسی نه شي کولای.

ده وويل چې تر دې د مخه يې پر يوې کوچنۍ چورلکې هم کار کړی و، خو دا چې  پرزې او وسايل يې پيسو ته اړتيا لري، کار يې په نيمه کې پاتې شوی دی.

رشيدالله وويل: ((د دې ټانګ جوړولو يوه مياشت وخت ونيو. پيسې به مې چې پيدا کولې، ښار ته به تلم او د ټانک لپاره به مې ځينې پرزې رانيولې.))

رشيدالله له پژواک اژانس سره په خبرو کې دغه راز وويل چې که دولت ورته وسايل او زمينه برابره کړي، د نظامي برخې په تخنيک کې به ښه نوښتونه رامنځته کړي.

هغه وويل: ((له دولت نه زما غوښتنه دا ده چې ما ته د تخنيک په برخه کې د نوښتونو لپاره ځيني وسايل او امکانات برابر کړي. په دې سره به هم زما استعداد وروزل شي او هم به کار وکړم.))

نوموړي دغه راز وويل چې تر اوسه يې د خپلې يادې لاسته راوړنې په اړه له دولت سره معلومات نه دي شريک کړي، خو هيله لري چې په ياده برخه کې ورته اسانتياوې برابرې شي.

په ورته وخت کې د خوست د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو مدير محمدانور زاهد پژواک اژانس ته وويل، سربېره پر دې چې په خپلو امکاناتو سره به يې تشويق کړي، مرکز ته به يې هم وروپېژني.

هغه وويل چې تر دې وړاندې يې هم په دغه ولايت کې درې نور ځوانان چې د تخنيک په برخه کې يې نوښتونه کړي، دلته يې هم تر خپله وسه هڅولي او هم يې مرکز ته د لاسنيوي لپاره ور وپېژندلي دي.

د خوست د والي وياند مبارزمحمد ځدراڼ له پژواک اژانس سره په خبرو کې وويل چې تر اوسه ياد ځوان له دوی سره د ټانک په اړه کوم معلومات نه دي شريک کړي، خو غوښتنه ترې کوي چې له ولايتي ادارې سره په اړيکه کې شي.

ځدراڼ زياته کړه: ((هر څه چې زموږ په توان کې دي، انشاالله له ده او د ده په شان له نورو استعدادونو څخه به يې ونه سپموو. خو هيله دا ده چې ياد ځوان ولايتي ادارې او امنيتي ارګانونو ته ټانک له نږدې وښيي.))

مبارز ځدراڼ همدارنګه وويل، ولايتي اداره د رشيدالله او نورو هغو ځوانو استعدادونو په هڅولو او روزلو کې پوره ژمنه ده، چې په بېلابېلو برخو کې يې نوښتونه کړي او يا يې کوي.

د يادونې ده، له دې مخکې هم په خوست کې دوو نورو ځوانانو چې د خوست د ميخانيکي انستېتيوت محصلين دي، په خپلو نوښتونو سره برقي زانګو، امنيتي دروازه او د ناروغانو د اسانتيا لپاره چپرکټ جوړي کړي وو.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

محمد هارون
پېژندپاڼه او ټول راپورونه

اړوند خبرونه

ټول نوښت او ټکنالوجي
نوښت او ټکنالوجي

د مخابراتو وزارت یو پلاوی په نړۍوال ډیجیټلي فورم کې د ګډون په موخه روسیې ته ولاړ

ټولنه

اسلام‌اباد کې د ورځپاڼو وېش درېدلی؛ رسنيز فعالان: د پاکستان رسنۍ د سقوط له حالت سره مخ دي

سوداګري او اقتصاد

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې مشر د «ایکو» غونډه کې د سیمه‌ییز اتصال او ترانزیټ پر پراختیا خبرې کړې

ټولنه

د کابل په پغمان کې نږدې ۱۲۲ جریب ځمکه امارتي ثابته شوه

نړیوال خبرونه

بلوچستان کې ۲۰ پاکستاني پولیس تښتول شوي

لوبې

کرکټ؛ د افغانستان، بنګله‌دېش او زمبابوې ملي لوبډلو ترمنځ درې‌اړخیزه لوبلړۍ نن پیلېږي

دولت او سياست

د روسیې د لومړي وزیر مرستیال نږدې راتلونکي کې کابل ته راځي

لوبې

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې پیرو ته ماته ورکړه