منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۳۲ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ډاکټر عبدالله د اولمپيک ملي کمېټې د مشرتاپه پر يووالي ټينګار وکړ

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۸ کتنې

کابل (پژواک، ٢١ وږى ٩٦): د حکومت اجرايي مشر د دوو افغان مډال راوړونکو لوبغاړو د ستاينې په غونډه کې د اولمپيک کمېټې د مشرتابه پر يووالي ټينګار وکړ.

د راپورونو له مخې، په قفس کې د رزمي ازادو لوبو افغان لوبغاړي سير بهادرزاده د وږي په ۱۱مه د (يو ايف سي) بنسټ په سياليو کې خپل استراليايي سيال راب ويلکينسن ته ماتې ور کړه.

ولکينسن تر اوسه په سياليو کې ماتې نه وه خوړلې، خو په لومړي ځل دغه افغان لوبغاړي ماته ورکړه.

دغه راز احمدياسين سالک قادري د وږي په درېيمه د اسيا په يو پنځوسم دور سياليو کې د فټنس او بدن ښکلا په لوبو کې  د نوي کيلوګرام لرونکو خپلو سيالانو ته ماته ورکړه او د سرو زرو مډال يې تر لاسه کړ.

د اسيا يو پنځوسم دور د بدن د ښکلا او فټنس لوبې د سوېلي کوريا په کوربه توب په سيول ښار کې ترسره او قادري په کې د اسيا د اتلوالي مډال خپل کړ.

دا مهال د اولمپيک کمېټې رياست دوه دفترونه لري چې د يوه مشري محمدظاهر اغبر او د بل محمود حنيف کوي.

محمدظاهر اغبر په نننۍ ناسته کې د يادو اتلانو د راتګ په نمانځغونډه کې وويل، افغانستان وياړي چې داسې اتلان لري.  

هغه د اولمپيک په ملي کمېټه کې ستونزو ته اشاره وکړه او د حکومت له اجرايي رييس ډاکټر عبدالله نه يې وغوښتل چې  د اولمپيک په ملي کمېټه کې شته ستونزو ته د پای ټکى کېږدي او د ده په وينا، هغو دفترونه ته چې په پس کوڅو کې د ملي اولمپيک د کمېټې په نوم جوړ شوي، د بندېدو لارښوونه وکړي.

ډاکټر عبدالله د يادو دوو لوبغاړو (بهادرزاده او قادري) د اتلوليو ستاينه وکړه او ويې ويل، چې دوی د خپل همت له لارې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د افغانستان بېرغ ورپاوه.

هغه وويل: "زموږ اتلان، زموږ ورزشکاران په ډېرو ستونزمنو شرايطو کې تمرين کوي، په خپل لګښت تمرين کوي، خو وياړونه افغانستان ته راوړي."

نوموړي د اولمپيک په ملي کمېټه کې شته ته ستونزو ته په اشارې سره وويل: "کومه پراګنده ګي دوه دسته ګي چې پخوا وه، له يوې خوا يې مخه ونيول وشي او له بلې خوا بايد تکرار نه شي."

ده زياته کړه: "غوښتنه مې دا ده چې د تفاهم له لارې پر مخ ولاړ شئ او ان لس کسيزې ډلې ته هم په ټيټه سترګه مه ګورئ، بلنه ورکړئ، قناعت سره وکړئ او داسې يوه حل لار ولټوئ چې د ستونزو رامنځته کې ته اړ نه شئ."

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې