کابل (پژواک، ٢٥ وږى ٩٦) : ولسمشر د کورني کرکټ شپـږيزې سياليو له کورنيو او نړيوالو لوبغاړو او روزونکو سره د ليدنې پر مهال د کرکټ لوبې پر وړاندې د ستونزو او خنډونو لرې کولو سپارښتنه وکړه.
له ارګ څخه د وږي په ٢٥مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني نن سهار د کورني کرکټ د شپږیزې لیګ د ټیمونو له روزونکو، مبصرینو او لوبغاړو سره چې سیالۍ یې په کابل ښار کې دوام لري، وکتل.
سرچينې زياته کړې، په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، په پیل کې د کرکټ بورډ عمومي ريیس عاطف مشعل خبرې وکړې او کرکټ ته د دولت په ځانګړي ډول د ولسمشر د پاملرنې او ملاتړ مننه یې وکړه او ويې ویل، په تېرو اتو میاشتو کې يې په کرکټ بورډ کې اساسي پالیسۍ جوړې کړې او د کرکټ بین المللي شورا ((ICC سره يې اړیکې پیاوړې او د هغوی بشپړ غړیتوب ترلاسه شوى .
هغه زیاته کړه، له ژمنې سره سم موخصوصي سکتور په کرکټ کې دخیل کړی او د کرکټ شپږیزې لیګ د ترسره کېدو لپاره شپږو کمپنیو۱۲۵میلیون افغانۍ پانګونه کړې او ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې د افغانستان غوره لیګ په نوم په دوبۍ کې بل لیګ پیل شي چې په هغه کې به زیات شمېر بهرني لوبغاړي ولوبېږي.
وروسته د کرکټ ملي ټیم کپتان اصغر ستانکزي خبرې وکړې او ويې ویل، د کرکټ شپږیزه لیګ چې اوس یې سیالي په کابل کې دوام لري، له پنځو کلونو راهیسې هر کال ترسره کېږي او د سږ کال په لوبو کې ۳۰ تنه بهرنيو لوبغاړو، روزونکو او مبصرینو ګډون کړی.
وروسته د زېمبابوې کرکټ ملي ټیم مخکني روزونکي او د کرکټ بین المللي مبصر الستر کمبیل وویل، : (( زه ډېر خوښ یم چې په دغو سیالیو کې ګډون کوم او موږ د دې لپاره چې وښیو ستاسو تر څنګ یوو، افغانستان ته راغلی یوو. ))
هغه دې ته په ټینګار چې د کرکټ غوره لیګ سیالۍ به تر پایه دوام ومومي زیاته کړه، د درې ورځې مخکې تروریستي پېښې څخه يې درک کړه، چې د افغانستان خلک له کرکټ سره څومره مینه لري او څه صبر او استقامت لري.
کمبل زياته کړه : ((زه په ۱۹۹۲ کې د زېمبابوې د کرکټ ملي ټیم روزونکی وم، زموږ خلک دغه ورزش ته خاص جذبه او احساسات درلودل، خو اوس کرکټ ته د افغانستان د خلکو جذبې، احساساتو او ملاتړ حیران کړی یم.))
وروسته د زېمبابوې هېواد بین المللي لوبغاړي سکندر رضا خبرې وکړې او خوښي يې وښوده، چې افغانستان ته راغلی   . . .
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.