کابل (پژواک، ٢٦ وږى ٩٦) : د ملي لوبغاړو شفيق الله شفق په مشرۍ د سپين غر او ميرويس اشرف په مشرۍ د امو زون لوبډلې له پرله پسې ماتو وروسته له شپږيزې سياليو څخه ووتلې.
د شپږيزې سياليو په لړ کې نن تر غرمې وروسته دامو او بند امير لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه چې د بند امير په بريا پاى ته ورسېده.
د لوبې پچه د بند امير لوبډلې ګټلې وه، خو د توپوهنې بلنه يې د امو لوبډلې ته ورکړه، د امو لوبډلې د راشد خان د ښې لوبې مقابله ونه شوه کړاى او ټوله لوبـډله يې په ١٠٣ منډو وسوځېدله.
د امو له لوري يواځې پروېز ملکزي د پام وړ ٣٤ منډې جوړې کړې. د بند امر لوبـډلمشر راشد خان د امو څلور لوبغاړي وسوځول.
د امو لوبـډلې ياد هدف په ډېرې اسانۍ سره په دوولسم اوور کې د يوه لوبغاړي په سوځېدو ترلاسه او لوبه يې وګټله، د دوى له لوري حضرت الله ٥٢ منډې جوړې کړې.
له دغې ماتې سره د امو لوبډلې پرله پسې پنځمه ماتې خپله او له دې سياليو څخه ووتله.
تر غرمې مخکې د سپين غر لوبډله هم درېيمې ماتې خوړلو سره له دې سياليو څخه وتلې وه.
د سپين غر لوبډلې د مس عينک پر وړاندې په ٢٠ اوورونو کې د ٩ لوبغاړو سوځېدو سره ١٣٠ منډې جوړې کړې وې، د دوى له ډلې سجاد علي ٣٣ او سميع الله شينواري ٣٠ منډې جوړې کړې، د مس عينک له لوري محمد نبي ٣، دولت ځدراڼ او نوين الحق دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
د مس عينک لوبډلې ياد هدف په ډېرې اسانۍ سره په اتلسم اوور کې د در ېيو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه او لوبه يې وګټله، د مس عينک له لوري احسان الله ٣٣ او د زمبابوې لوبغاړي سبندا ٢٤ منډې جوړې کړې.
له سياليو څخه د سپين غر او امو له وتلو وروسته، د کابل بازان، بند امير، مس عينک او بست لوبډلو دويم پړاو ته لاره پيدا کړه.
login or register a new account.