کابل (پژواک، ٢٩ سنبله ٩٦): د کابل په ډېرو هغو ناحيو کې د خلکو د رضايت کچه لوړه ده چېرته چې له ښاروالۍ سره د خلکو همکاري ډېره ده، خو په ټوله کې له ښاري خدمتونو د خلکو د رضايت کچه ډېره ټيټه ده.
د چارواکو کارپوهان، د اړينو امکاناتو نشتوالى، د ښاوالانو ادلون بدلون، د هر ښاروال له لوري د نوو پلانونو طرحه، د اداري فساد شتون او نور د ښاري خدمتونو نا متوازن والی او کمزوري لاملونه بولي، خو ښاروالي د ځينو مواردو په منلو سره وايي چې د ستونزو د حل او خدمتونو د لا ښه والي لپاره يې پلان ترتيب کړى دى.
د ښاروالۍ خدمتونه او د خلکو همکاري
د افغانستان د روڼتيا څار سازمان د کابل ښار د ٢١مې ناحيې له ١٢٧٥اوسېدونکو سره چې اووه سلنه يې ښځې وې، د خبرو له لارې د حکومتولۍ د ١٦ شاخصونو او کابل ښاروال د خدمتونو په تړاو يوه سروې ترسره او تېر کال يې خپره کړې ده.
يادې ادارې د هرې څانګې په اړه د سروې پر مهال د (ډېر ښه، ښه، مناسب، بد او ډېر بد) افشنونه په پام کې نيولي وو او د هر يوه لپاره يې په ترتيب سره ٥، ٤، ،٣، ٢ او ۱ نومره ورکړې ده.
د سروې پايلې څرګندوي چې د شپاړسو برخو له منځه (له ښاروالۍ سره د خلکو همکاري) او (په ښاروالۍ کې د اسنادو پروسس) تقريباً (مناسب) بلل شوي او پاتې نورو څانګو ته د (بد) کلمه انتخاب شوې ده.
د سروې پايلې څرګندوي چې په ترتيب سره له کثافت دانيو (خځلنيو) کثافات راټولول، د مالياتو په ټولولو کې روڼتيا او مسووليت منل، په تصميم نيونه کې عامه ګډون، د واټونو، تفريحي پارکونو او شنو ساحو بيا رغونه، د خصوصي سکتور د ودانيزو چارو معياري کول، روغتيا ساتنه، کاناليزاسيون سيستم، د زېربناوو جوړول او ساتل، د خلکو د شکايتونو د څېړنې مکانيزم موثريت، عامه معلوماتو ته لاسرسى، خلکو ته ځواب ويل، د بسونو تم ځايونه او د موټرو د پارکينګ خدمتونه بد ارزول شوي او په منځني ډول يې له ٢.٤ څلورو نه تر يو عشاريه اته نومرو پورې اخيستې دي.
شمېرې څرګندوي چې په ټوله کې له ښاروالۍ سره د خلکو همکاري له ښاري خدمتونو د رضايت په پرتله ښه ده.
var divElement = document.getElementById('viz1505906927444'); var vizElement = divElement.getElementsByTagName('object')[0]; vizElement.style.minWidth='424px';vizElement.style.maxWidth='504px';vizElement.style.width='100%';vizElement.style.height='329px'; var scriptElement = document.createElement('script'); scriptElement.src = 'https://public.tableau.com/javascripts/api/viz_v1.js'; vizElement.parentNode.insertBefore(scriptElement, vizElement);
د کابل ښار پنځمه ناحيه کې د چاپېريال په حفظ الصحې او پاک کارۍ کې له ښاروالۍ سره د خلکو د ملګرتيا کچه تر ټولو لوړه ده او په دې برخه کې د ښاروالۍ له خدمتونو څخه د خلکو رضايت هم په مناسبه کچه کې دى.
د دغه سيمې اوسېدونکي وحيدالله پژواک خبري اژانس ته وويل چې د خلکو په منځ کې د ښار د پاک ساتلو کلتور دودېدل ورځ په ورځ زياتېږي او له همدې امله له ښاروالۍ سره د خلکو ملګرتيا زياته شوې ده.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










