ترينکوټ (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ٩٦): د وسله والو طالبانو د ګواښ له امله د مرکزي روغتون په ګډون د اروزګان ولايت ټول روغتيايي مرکزونه تړلي دي.
له تېرو څو ورځو راهيسې د ولايت په مرکز او ځينو ولسواليو کې لسګونه روغتيايي مرکزونه تړل شوي، خو نن د ولايت په مرکز کې د ولايت مقام په لس مترۍ کې د دغه ولايت مرکزي روغتون هم د خلکو پر مخ وتړل شو.
د دغه ولايت اوسېدونکي، ناروغان او د ولايتي شورا وکيلان پر دولت نيوکه کوي چې د روغتيايي مرکزونو د تړل کېدو په مخنیوي کې پاتي راغلي دي.
د ناني په نوم يوه ناروغ چې نن (د تلې لومړۍ نېټه) د ولايت مرکزي روغتون ته راغلى و، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د روغتون د مسوولينو له خوا ورته ويل شوي چې دوى فعاليتونه درولي او ناروغان نه ګوري.
د هغه په وينا، روغتون د طالبانو د ګواښونو له مله تړل شوى دى.
د ناني په وينا، دلته لسګونه نارينه او ښځينه ناروغان بستر وو، نن سهار ټول له روغتون څخه ايستل شوي دي.
د ولايتي روغتون يو بل ناروغ نقيب الله پژواک اژانس ته وويل، طالبانو د ولايت مقام په لس مترۍ کې هم د دوى پر مخ روغتون وتاړه او ناروغان يې رخصت کړل.
د هغه په وينا، اوس مهال په ټول ولايت کې روغتيايي مرکز نشته چې ناروغان هلته ورشي او درملنه يې وشي.
د اروزګان د ولایتي شورا غړي هم د طالبانو له خوا د روغتیایي مرکزونو تړل د اندېښنې وړ بولي او پر طالبانو غږ کوي چې دغه روغتيايي مرکزونه پرانيزي.
د ولايتي شورا يوه غړي عبدالکريم کريمي پژواک اژانس ته وویل، د ولایتي اداري ناتواني ددې لامل شو، چې طالبانو د ولايت په لس مترۍ کې هم روغتون وتاړه او ناروغان يې رخصت کړي دي.
د هغه په وينا، دا مهال په ټول ولایت کې روغتيايي مرکزونه د طالبانو له خوا تړل شوي او دولتي چارواکې يې پر وړاندې هېڅ اقدام نه دى کړى.
د اروزګان د ملکي روغتون مشر ډاکتر امين الله توخی وايي، د طالبانو له وروستي اخطار وروسته يې نن سهار د ولايتي روغتون دروازه هم د خلکو پر مخ وتړل شوه.
هغه پژواک اژانس ته وويل چې دغه ستوتزه يې د ولایت له مقام او نورو مسوولينو سره څو ورځې مخکې شريکه کړې وه، خو هغه ورسره په دې برخه کې همکاري ونه کړه.
ډاکتر توخي د طالبانو له خوا د روغتون د تړلو کېدو لامل نه وايي، خو وايي چې نن سهار ورته طالبانو ويلي که روغتون ونه تړل؛ نو په تور لېست کې به داخل شي.
د ولايت مقام بيا په دې اړه له څه ويلو څخه ډډه وکړه، که څه د اروزګان والي له خبريالانو سره د خبرو کولو ژمنه وکړه خو تر ساعتونو انتظار وروسته يې مرکې کولو ته زړه ښه نه کړ.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










