ژبه

د کرکټ ١٩ کلنو ملي لوبډله د سياليو لپاره بنګله دېش ته ولاړه

توسط جاويد هميم کاکړ

سپتمبر 25, 2017 - 4:28 pm

Views: 46

کابل (پژواک، ٣ تله ٩٦): د افغانستان کرکټ د ۱۹ کلنو ملي لوبډله د بنګله دېش له لوبډلې سره د يو لړ سياليو لپاره نن سهار د دغه هېواد پلازمېنې ته ولاړه.

د افغانستان د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د تلې په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو ملي لوبډله، د بنګله دېش د ۱۹ کلنو له ملي لوبډلې سره پنځه يوه ورځنۍ لوبې ترسره کړي.

د هغه په وينا، دا لوبې د تلې مياشتې په ٦مه پيلېږي او د دې میاشتې تر ١٢مې پورې به دوام لري.

هوتک وايي چې د دې سياليو لپاره ١٩ کلنو لوبډله کې نوین الحق د لوبډلمشر، عمران محمدي، نوید عبید، دروېش رسولي، نثار وحدت، قیس حسن، ابراهیم ځدراڼ، مجیب ځدراڼ، یوسف ځاځی، عظمت الله، وفادار مومند، اکرام علي‌خېل، رحمان الله ګوربز، پروېز ملکزی، طارق ستانکزی او شمس کړوخېل د لوبغاړو په توګه شامل دي.

د يادونې ده، د ۱۹ کلنو اسیا کپ سیالۍ د روان کال په نوامبر کې په ماليزيا کې او نړيوال کپ د راتلونکي ۲۰۱۸ میلادي کال د جنوري له ۶مې تر ۲۶مې په نیوزلنډ کې ترسره کېږي.

يادو سياليو ته د تياريو او  چمتووالي په موخه ١٩ کلنه لوبډله بنګله دېش سره سيالۍ ترسره کوي.

login or register a new account.