ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زابل کې څلورو ښوونځیو ته ودانۍ جوړېږي

زابل کې څلورو ښوونځیو ته ودانۍ جوړېږي

author avatar
25 Sep 2017 - 14:24
زابل کې څلورو ښوونځیو ته ودانۍ جوړېږي
author avatar
25 Sep 2017 - 14:24

کلات (پژواک، ٣ تله ٩٦): د زابل ولایت د پوهنې ریاست مسوولین وايي، په روانه اوونۍ کې د څلورو ښوونځیو لپاره د ودانیو جوړولو کار پيل شوی چې ورسره به د ۶۰۰۰ زده کوونکو لپاره مناسب درسي چاپېریال رامنځته شي.

د دغه ولايت د پوهنې ریاست د مسوولینو په خبره، د ښوونځيو لپاره دغه ودانۍ په سیوري، شاه جوی او ارغنداب ولسوالیو کې جوړېږي او مالي لګښت یې د پوهنې وزارت له پرمختیايي بودیجې ورکول کیږي.

د زابل د پوهنې رییس رحیم الله لودین د تلې په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وویل، اوس په دغه ولایت کې د ښوونیز بهیر پر وړاندې تر ټولو لویه ننګونه د ښوونځيو لپاره د ودانيو نشتوالی دی.

نوموړي زياته کړه، پر دغو څلورو ودانيو په ټولیز ډول څلورشپېته میلیونه افغانۍ لګښت راځي او کار به یې د یوه کال په موده کې بشپړ شي.

د لودین په وينا، یاده هره ودانۍ به لس درسي ټولګي او تر څنګ یې ټول اړین ملحقات په پام کې نیول شوي، څو د زده کوونکو ستونزې ورسره هوارې شي.

دى وايي چې وخت پر وخت به د دوى مسلکي انجينران د کار له کیفیت څخه څارنه وکړي.

د زابل د پوهنې ریاست مسوولین زیاتوي چې شاوخوا ۸۰ سلنه ښوونځي فعلاً خپلې ودانۍ نه لري؛ ځکه نو خپلې اړوند چارې په کرايي کورونو کې یا هم تر شنه اسمان لاندې پر مخ وړي.

د پوهنې رییس زياتوي، د دغو څلور ښوونځیو د ودانیو په جوړېدو سره به شپږ زره زده کوونکو ته مناسب درسي چاپېریال رامنځته شي او دوی هڅه کوي چې د پاتې ښوونځیو لپاره هم بودیجه پیدا کړي.

د زابل ولایت د پوهنې د ریاست مسوولین په داسې حال کې په هم مهاله توګه د څلورو ښوونځیو لپاره د ودانیو جوړېدو د کار د پيل خبر ورکوي چې په زابل کې لا هم د نا امنیو او نورو ستونزو له کبله تر نیمايي زیات ښوونځي تړلي او پاتې نور یې د ودانیو، مسلکي ښوونکو او نورو نیمګړتیاوو سره مخ دي چې د مسوولینو په خبره، دوی یې د حل لپاره په نه ستړې کېدونکې توګه هلې ځلې کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.