ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننګرهار او زابل کې وسله والو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

په ننګرهار او زابل کې وسله والو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
25 Sep 2017 - 14:29
په ننګرهار او زابل کې وسله والو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
25 Sep 2017 - 14:29

جلال اباد- کلات (پژواک، ٣ تله ٩٦): چارواکي وايي چې په ننګرهار او زابل ولايتونو کې لس وسله والو او دوو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د تلې په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې بهرنيو ځواکونو تېره ورځ  ناوخته د هسکې مېنې ولسوالۍ د نرۍ اوبو په سيمه کې بريد کړى دى.

هغه زياته کړه، په دغه بريد کې  يو موټر په نښه شوى، چې په کې د داعش پنځه وسله وال وژل شوي دي.

خوږياڼي دغه راز وويل چې وسله والو مخالفينو د حصارک ولسوالۍ پر ځینو امنيتي پوستو بريدونه کړي وو او د پوليسو له کلک مقاومت سره مخ شول.

د نوموړي په وينا چې په دغو بريدونو کې دوه وسله وال وژل شوي، خو پوليسو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د يو بل خبر له مخې، په زابل کې د نښتې پر مهال پوليسو او وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د زابل د ارغنداب ولسوال اميرجان الکوزی وايي چې تېره شپه د يادې ولسوالۍ په باغ سيمه کی وسله والو د پوليسو پر پوستو بريدونه وکړل چې وروسته په رامنځته شوې نښته کې پو پوليس او درې وسله وال وژل شوي دي.

هغه زياته کړه چې په دې نښته کې شپږ پوليس او څلور وسله وال طالبان ټپيان شوي هم دي.

د روغتون سرچينې وايي چې دوى ته د پوليسو يو جسد او شپږ ټپيان ور وړل شوي دي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.