منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 7:52 غ.م
ننوتل
10° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
بيارغونهغړي

په خوست کې د څلورو ولسواليو نښلوونکي سړک د جوړولو کار پيل شو

· 2 دقیقې لوستل · 124 کتنې

خوست ښار (پژواک، ۸ تله ۹۶): په خوست کې د يو مهم سړک د جوړېدو چارې پيل شوې چې په بشپړېدو سره به يې د خوست څلورو ولسواليو اوسېدونکو ته د تګ راتګ اسانتياوې برابرې شي.

ياد سړک د خوست ښار ختيځ لورته د غرغښت لېسې ترڅنګ د مېلمه کوټ باغ له منځه تېريږي او د کاروان سرای په غربي څنډه کې له عمومي سړک سره يو ځای کيږي چې د بديلې لارې په توګه به ترې ګټه  واخيستل شي.

د خوست والي حکم خان حبيبي د ياد سړک د کار د پيل پرمهال پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه سړک چې ۲،۵ کيلومتره اوږدوالى او ۱۸ متره عرض لري، چارې به يې د يوې مياشتې په جريان کې بشپړې شي.

نوموړي وويل، ددې سړک په جوړېدو سره به د خوست څلورو ولسواليو عليشېر، صبري، باک، ځاځي ميدان او د مرکز  د ځينو سيمو اوسېدونکو د تګ راتګ هغه ستونزه حل شي چې له تېرو څو کلونو راهيسې ورسره لاس او ګريوان و.

هغه زياته کړه: ((دغه لار وخت ناوخته د امنيتي ګواښونو د کمپاين په نوم افغان ځانګړو ځواکونو له خوا بندېدله او يا به جدي تلاشي کېده چې ولسونه يې له يو لړ ستونزو سره مخ کړي و.

ددې په خاطر چې دغه ستونزه حل شوې وي او امنيتي ګواښونه هم راکم شوي وي له هغوی سره په تفاهم دغه سړک جوړيږي.))

د خوست والي حکم خان حبيبي وويل،د ياد شوي سړک لګښت او د جوړېدو چارې خوست کې مېشت د کمپاين په نوم افغان ځانګړي ځواکونه پر غاړه لري، خو دا يې ونه ويل چې ټول ټال ورباندې څومره لګښت راځي.

د مرکز اړوند د کاروان سرای د سيمې يو تن قومي مشر رسول محمد تڼي پژواک خبري اژانس ته وويل، د لارې د تړل کېدو له امله به زياتره وخت دلته ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکاوه.

هغه زياته کړه : ((زموږ غوښتنه هم همدا وه چې که  عمومې سړک د امنيتي ګواښونو له امله تړل کيږي، نو په يوه بديله لار باندې دې غور وشي، چې د خلکو ستونزه حل شي چې اوس له نيکه مرغه د خلکو دا ارزو پوره شوه.))

د عليشېرو ولسوالۍ يو تن قومي مشر هم پژواک اژانس ته وويل، کله به چې دوی ښار ته داخلېدل د کاروان سرای په سيمه کې د لارې د بندښت له امله به يې په ساعتونو انتطار  ايسته.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

محمد هارون
پېژندپاڼه او ټول راپورونه

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه
بيارغونه

د افغانستان او د سیمې د څلورو هېوادونو چارواکو د «کاسا» اوسپنې پتلۍ پروژې په اړه خبرې کړې

بيارغونه

هرات کې د ټاپي د فرعي ګاز نل‌لیکې مسیر او د وېش شبکو ساحې تثبیت شوې

بيارغونه

غور کې د «منار جام» څنګ ته د پلي تګ راتګ لپاره نوی پل جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

بيارغونه

په پنجشېر کې د اوبو د ۱۰ بندونو جوړولو او برېښنا تولید سروې پیل شوه

بيارغونه

د کابل سیند پاکولو په موخه د رسوباتو کچې معلومولو سروې پیل شوه

بيارغونه

له واخان څخه د چین تر پولې سړک پرانیستل شو؛ چارواکو پر اقتصادي پراختیا او امنیت ټینګار وکړ

بيارغونه

د غزني مرکز کې د کابل – کندهار غځېدلې لویې لارې د ۱۳ کیلومتره برخې پراخولو چارې پیل شوې

بيارغونه

د دایکنډي په اشترلي کې د نږدې ۱۶،۵ میلیون افغانیو په لګښت یو پل جوړېږي