فراه (پژواک، ١١ تله ٩٦): په فراه ولايت کې د «يخک» په نوم ډبرو تازه کشف شوي کان ډبرې د نا مسوولو کسانو او زورواکو له لوري استخراج او بيا هرات او حتى ايران ته په قاچاق وړل کېږي.
ياد کان د فراه ولايت د پشتکوه ولسوالۍ د مرکز نه شاوخوا ٢٥ کيلومتره لرې شمال لوېديځ کې د اور او انجيران کلي ترمنځ موقعيت لري.
يو شمېر ځايي اوسېدونکي وايي چې دغه کان شاوخوا درې مياشتې وړاندې د خلکو له لوري کشف شوى چې نا قانونه او غير فني استخراج يې لا هم دوام لري..jpg)
خو ځينو نورو ويلي چې د دغه کان د ډبرو استخراج اوسمهال د ځايي خلکو تر منځ د لانجو په ځانګړي ډول د زورواکو له لوري د زياتې ونډې خپلولو پر سر د جنجالونو له امله تم شوى، خو طالبانو د ساحې کنټرول ترلاسه کړى دى.
د ډبرو نوعيت
ځايي اوسېدونکو پر دغو ډبرو (ښيښه يي ډبرې) نوم اېښى، خو د فراه د کانونو چارو امر جمعه خان جويان چې د دې ډبرو بېلګې يې ترلاسه کړې، وويل چې لومړنۍ څېړنې ښيي چې دا ډبرې د (يخک) په نوم يادېږي.
د جويان په خبره، د څېړنو له ترسره کېدو وروسته به څرګنده شي چې يادې شوې ډبرې له کوم ډول يخک ډبرو( لومړى، دويم او درېيم) څخه دي.
هغه زياته کړه چې ډېر ژر به دغه ډبرې د څېړنو او ازمايښت لپاره د کانونو او پټروليم وزارت ته واستوي، څو کره نوعيت يې مشخص شي.
انجنير محمد انور صالحي ليکلي: ((يخک ډبرې د افغانستان د نيمه ګران بيو ډبرو له ډلې دي چې له افغانستان نه بهر ډېر مشتريان لري.))
د انجيران کلي اوسېدونکي محمد خان وويل: ((د دغه کان ډبرې د ښيښې په څېر رڼې دي.))
د هغه په خبره، د هرات ولايت سوداګرو د یاد کان يو ټن ډبرې په شپږ ميليونه ايراني تومانو(څه باندې سل زره افغانۍ) اخلي.
غير قانوني او غير فني استخراج
د انجيران کلي ته نږدې د دزباد په نوم کلي اوسېدونکي محمد حليم وويل چې شاوخوا درې مياشتې وړاندې د لومړي ځل لپاره د هرات يوه اوسېدونکي له لومړنيو وسايلو لکه جبل او نورو سره ددغه کان نا قانونه او غير فني استخراج پيل کړ، خو وروسته د سيمې زورواکو هم دې کار ته مخه کړه.
د هغه په خبره، دا چې هر څوک په دې کان کې خپله ونډه غواړي، په سيمه کې د زوري او تاجيک قومونو تر منځ ګڼې لفظي شخړې وشوې او لانجې رامنځته شوې دي.
هغه وويل: ((دواړو قومونه په سيمه کې ښه نفوذ لري، د ډبرو د استخراج برخه کې ډېر لاسوهونکي د دواړو لرو وسله وال دي چې هر يو د ډېرې ګټې تر لاسه کولو هڅه کوي او يو بل ته يې اخطارونه ورکړي، د څه وخت لپاره د ځايي سپين ږيرو په منځګړيتوب د کانونو استخراج تم شو، خو د معلوماتو په اساس د شپې له مخې يو شمېر خلک د استخراج کار کوي.))
هغه زياته کړه، ويل کېږي چې خپله هراتي چې استخراج کې ښکېل و، بېرته د دغه کان د ډبرو استخراج پيلوي. نوموړي د دغه شخص د هويت په اړه ډېر معلومات ور نه کړل، خو ویې ويل چې له طالبانو سره نږدې اړيکې لري..jpg)
نوموړي څرګنده کړه د ځايي خلکو تر منځ له جنجال وروسته وسله والو طالبانو ددغه غره کنټرول تر لاسه کړ، خو طالبانو تر اوسه پورې ډبرې نه دي استخراج کړې.
خو هغه زياته کړه چې طالبان د هغو کسانو مخنيوى هم نه کوي چې د کان د ډبرو استخراج کوي.
د نجيران کلي اوسېدونکي محمد خان وويل چې لومړى ځايي خلک د ډبرو استخراج ته مخه کړه، خو په دې وروستيو کې د دوى ترمنځ د ستونزو په رامنځته کېدو سره استخراج درول شوى او طالبانو د کان کنټرول ترلاسه کړى دى.
د يخک ډبرو قاچاق
د محمد حليم د معلوماتو له مخې، تر اوسه پورې د دغه کان پنځه موټره ډبرې چې خپله هراتي استخراج کړې وې، د فراه د اناردرې- زيرکوه قاچاقي لارو نه د هرات شينډڼډ ولسوالى او له هغه ځايه د هرات غوريان ته چې له ايران سره پوله لري، لېږدول شوې دي.
په نقشه کې د شته سړک له لارې تر غوريان پورې د کان واټن نږدې ٤٠٠ کيلومتره کېږي، خو ممکن د قاچاقي لارو او دښتو له لارې فرق ولري.
محمد حليم وويل، نه پوهېږي چې دا ډبرې له غوريان نه ايران ته لېږدول کېږي او که په غوريان کې ترې ګټه اخيستل کېږي.
خو محمد خان زياته کړه، د ده معلومات څرګندوي چې د ياد کان د ډبرو زياته اندازه د هرات غوريان ولسوالۍ او يو موټر يې د قاچاقي او د پشتکو له سرحدي سيمو ايران ته لېږدول شوې ده..jpg)
د غوريان ولسوالۍ امنيه قوماندان غلام سخي حسيني وويل چې تر اوسه پورې دغې ولسوالۍ ته د فراه د يخک ډبرو د قاچاق په اړه معلومات نه لري، خو له دې وروسته به دا موضوع په جديت سره تعقيب کړي او که چېرې داسې ستونزه وي، مخنيوى يې کوي.
د محمدحليم په خبره، ځيني سيمه ييز خلک د ياد کان ډبرې استخراجوي او په خپلو کورونو کې يې زېرمه کړي دي.
هغه زياته کړه چې ځايي خلکو د استخراج شوو ډبرو بېلګې د فراه ښار، هرات او نيمروز ولايتونو ته واستولې او هڅه کوي چې بازار ورته ومومي.
خو د سيمې يوه بل اوسېدونکي د نوم نه اخيستلو په شرط وويل: ((دواړه قومونه[زوري او تاجيک] وسله وال کسان او حتى له طالبانو سره هم اړيکه لري چې ددغه کان د ډبرو په استخراج کې ښکېل دي، خو ددغه طالبانو ونډه شخصي ده او طالب چارواکو نه دي ورته ويلي چې ډبرې استخراج کړي.))
د دولتي حاکميت نشتوالى
د پشتکوه ولسوال عبدالحکيم ومنله چې حکومت په انجيران او اور سيمو کې حاکميت نه لري او څه موده وړاندې وسله والو طالبانو او ځايي خلکو د دواړو کلو ترمنځ غره کې برمه کاري کړې او ډبرې يې استخراج کړې دي.
ولسوال د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې يې د کانونو د ناقانونه استخراج پر وړاندې اقدام نه دى کړى، وويل چې استخراج د ډبرو د کم ارزښت په سبب درول شوى دى.
دا په داسې حال کې ده چې نوموړى دا منى چې د يادو شوو ډبرو يو ټن په شپږ ميليونه ايراني تومانو پلورل شوى دى.
د فراه ولايت وياند محمد ناصر مهري په ياده سيمه کې د ډبرو د اسخراج په اړه د اندېښنې څرګندولو تر څنګ وويل چې استخراج د نا څرګندو لاملونو په سبب د اوس لپاره ځنډول شوى دى.
د فراه ولايت وياند زياته کړه: ((موږ د هغو معلوماتو پخلى کوو چې د همغه ولسوالۍ له خلکو مو تر لاسه کړي دي، يعنى غر شته او ډبرې هم استخراج شوې دي، زموږ نه څوک نه دي تللي څو هلته لاړ شي او له نږدې يې وويني چې ايا رښتيا هم دلته کاني ډبرې شته که نه؟ ))
خو هغه زياته کړه چې په داسې يوه طرحه کار کېږي، څو امنيتي ځواکونه د سيمې امنيت ونيسي او يو تخنيکي پلاوى ياده شوې سيمه چې د کانونو د شتون خبره په کې کېږي، وپلټي.
د فراه د کانونو چارو رياست په ١٣٩٢ کال کې پژواک خبري اژانس ته ويلي وو چې په دې ولايت کې ګڼ کانونونه شته چې زياته برخه يې په دې رياست کې ثبت شوې، خو استخراج شوې نه ده.
د پژواک د ياد شوي راپور له مخې، په دې ولايت کې د مسو، وسپنې، سربو، مالګې، قلعي، سيمابو، نقرې، مولبديم، تورمالين، استانيم، يورانيم، ګرانيت، سمنټ، ډبرو سکرو، کرومايټ، کاشي خاورې(لدسپار) او سليکان کانوننه شته چې په پشترود کې د نفتو دوه کانونونه هم تثبيت شوي دي.
د کانونو وزارت د معلوماتو له مخې، د امريکا د سوې او جيولوژي ادارې له لوري شوې څېړنې څرګندوي چې د افغانستان په ٣٠ سلنه خاوره کې د درې تريليون امريکايي ډالرو په ارزښت څلور سوه کانونه او کاني ظواهر موجود دي.
د راپور له مخې، د دغو کانونو عمده يې له وسپنې، مسو، ډبرو سکرو، سرو زرو، نفتو، ګازو، کم پيدا فلزاتو لکه ليټيوم، ګران بيه او نيمه ګرابيه ډبرو څخه عبارت دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، اوسمهال په افغانستان کې يوازې د ډبرو سکرو، مرم ډبرو او د ودانيزو توکو ځينې نور کوچني کانونه استخراجېږي.
خو د نا قانونه او غير فني استخراج ستونزه نه يوازې چې په فراه، بلکې د هېواد په نورو سيمو کې شته ده.
د افغانستان د روڼتيا څار ادارې په ١٣٩٣ کال کې د يوه راپور په خپرولو سره اعلان وکړ چې د ټول هېواد په درې زره محلونو کې د سيمه ييزو زور واکو او نا مسووله وسله والو له لوري په ناقانونه ډول کانونه استخراجېږي چې د سيمه ييزو حکومتي چارواکو همکاري هم ورسره ده.










