منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۵۹ غ.و
۱۴°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی

د حکومت د رسنيو په مرکز کې د “نجلۍ” ورځ ونمانځل شوه

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۰۵ کتنې

 

کابل (پژواک، ١٩ تله ٩٦): کابل کې د “نجلۍ” ورځ په داسې حال کې ونمانځل شوه چې لا هم ډېرى افغان نجونې له بېلابېل ډول تاوتريخوالي سره مخ دي، شاوخوا دوه ميليونه يې له ښوونځيو پاتې او په لوړو ټولګيو کې ٧٠ سلنه نجونې د ښوونځيو پرېښودو ته اړ ايستل کېږي.

د افغانستان د پوهنې وزارت نن د حکومت د رسنيو په مرکز کې د نجلۍ نړيواله ورځ د يو لړ مراسمو په ترڅ کې ونمانځله.

د پوهنې وزارت د عمومي تعلیماتو معين ډاکتر محمد ابراهيم شينواري په يادو مراسمو کې وويل، د يادې ورځې له نمانځلو موخه دا ده چې بايد د نجونو حقونه (تعليم، تحصيل، روغتيا، کار او نور) رعايت او ستونزو ته يې لاسرسى وشي.

د نوموړي په وينا، که څه هم په تېرو ١٥ کلونو کې د نجونو د ژوند وضعيت د ښه والي لپاره ځيني کارونه شوي خو بيا هم په دغه ډګر کې ځينې ننګونې شتون لري.

د هغه په وينا، اوسمهال د ښوونځيو د زده کوونکو شمېر شاوخوا نهه ميليونه کسانو ته رسېږي، خو بيا هم په شرايطو برابر ٣،٥ ميليونه ماشومان ښوونځيو ته لاسرسى نه لري.

د هغه د معلوماتو پر بنسټ، له ښوونځيو د هرو درېيو محرومو ماشومانو له ډلې دوه نجونې دي.

دغه راز نوموړي څرګنده کړه چې په ښوونځيو کې د ٧٠ سلنه شاملو نجونو ته تر دوولسم ټولګيو پورې د زده کړو د دوام اجازه نه ورکول کېږي.

نوموړي د کورنۍ د اقتصادي وضعيت د ښه والي، د مور او ماشوم د مړينې کچې د راټيټولو په ډګرونو کې د با تعليمه نجونو شتون مهم وباله او ويې ويل چې د پوهنې وزارت د يادې ستونزې د هواري لپاره د نجونو د زده کړو پر يوې جامع طرحې کار پيل کړى دى.

د ښځو چارو وزارت مسلکي معينې سپوږمۍ وردګ په دې ناسته کې د شمېرو له وړاندې کولو پرته وويل، يو شمېر افغان نجونې سربېره پر دې چې روغتيايي خدمتونو ته لاسرسى نه لري، له ډېر تاوتريخوالي لکه په زور او له وخت وړاندې ودونو، په بدو او بدل ورکولو سره مخامخ کېږي.

هغې زياته کړه، اړونده ادارې بايد د نجونو د ستونزو د حل لپاره په ګډه کار وکړي او د دغو ستونزو د حل لپاره چټک ګامونه پورته کړي.

د ملګرو ملتونو سازمان له ماشومانو د ملاتړ صندوق (يونيسيف) استازي دنيس شيپهرد جانسن، ښوونځيو ته د ماشومانو په ځانګړي ډول د نجونو نه لاسرسى يو لوى ګواښ وباله.

هغه وويل، که څه هم يو شمېر افغان نجونې ښوونځيو ته له تګ منع کېږي، خو بيا هم د افغانستان په لرې پرتو سيمو کې ډېرې نجونې شتون لري، چې که چېرې ورته د زده کړو زمينه برابره شي؛ ښوونځيو ته ځي.

په افغانستان کې د ناروې سفارت استازې ماري سکېر (Mari Skåre) په يادو مراسمو کې وويل، که څه هم په تېرو پنځلسو کلونو کې د نجونو د وضعيت ښه والي په برخه کې ګامونه پورته شوي، خو بيا هم زده کړو ته د يو شمېر نجونو نه لاسرسى، جنسيتي تبعيض، نا امنۍ او له وخت وړاندې ودونه د نجونو پر وړاندې عمده ګواښونه بلل کېږي.

د هغې په وينا، که چېرې افغان حکومت د يادو ستونزو د هواري لپاره عملي ګامونه پورته نه کړي؛ دغه ستونزې به لاپسې ډېرې شي.