منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۲۴ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

سرچینه: دوستم به له صحي معایناتو وروسته افغانستان ته ولاړ شي

· ۱ دقیقه لوستل · ۸۲ کتنې

بروکسل (پژواک، ١٨ لړم ٩٦): د ناټو يو چارواکى وايي چې جنرال دوستم به له روغتيايي معايناتو وروسته افغانستان ته ستون شي.

دغه چارواکي چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي، دا څرګندونې د ناټو غړو هېوادونو د چارواکو  د غونډې په څنډه کې وکړې.

هغه وويل: ((موږ د جنرال دوستم روغتيايي حالت څارو، کله چې يې روغتيايي معاينات خلاص شي، هغه به افغانستان ته ولاړ  شي.))

سرچينې په دې اړه نور معلومات ورنه کړل.

ياد چارواکي په افغانستان کې پر رڼو ټاکنو، د فساد پر ضد مبارزې  او د افغان ځواکونو پر تجهيز او سمبالښت هم ټينګار وکړ.

سرچينې وويل چې د ناټو غړي هېوادونه له افغانستان سره د کړو ژمنو عملي کېدو ته متعهد دي.

د هغه په وينا، که څه هم په افغانستان کې حالت له امنيتي پلوه ګواښوونکى دی خو افغان ځواکونه د دغه حالت د کابو کولو توان لري او نړيواله ټولنه يې تر څنګ ولاړه ده.

د يادونې ده، له تېرو دوو کلونو راهيسې د ځينو سياسي ستونزو له امله د ولسمشر محمداشرف غني لومړى مرستيال عبدالرشيد دوستم په کابل کې نشته دى.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا