منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۱۵ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

له کندهاره د ۵۱ میلیونه ډالرو په ارزښت وچه مېوه بهر ته صادر شوې

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۳۸ کتنې

 

کندهار (پژواک، ۱۸ لړم ۹۶): د کندهار د سوداګرۍ خونې چارواکي وايي، سږ کال تر دې مهاله له دغه ولایت څخه د څه باندې ۵۱ میلیونه ډالرو په ارزښت ۱۱زره ۶۴۶ ټنه وچه مېوه بهر ته صادر شوې ده.

په صادر شوې وچه مېوه کې ممیز، انځر، ابجوشې، کښته، بادام او نور شامل دي.

د سوداګرۍ خونې مرستیال انجنیر عبدالباقي بینا له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وویل، د روان لمریز کال له پیله بیا تر اوسه له کندهار څخه ۱۱زره ۶۴۶ ټنه وچه مېوه بهر ته صادر شوې چې له دې جملې ۴۲۷۴ ټنه یې یوازې ممیز دي.

هغه د صادر شوو ټولو وچو مېوو مجموعي ارزښت ۵۱ میلیونه، ۵۲۷ زره ۳۴۷  امریکايي ډالر یاد کړ.

ده زیاته کړه چې لا هم له کندهاره د لندې مېوې تر څنګ د وچې مېوې صادرات روان دي چې ډېره برخه یې پاکستان او هندوستان ته لېږدول شوي دي.

دی وايي، پاکستان د کندهار د باغ لرونکو او د لندې مېوې د سوداګرو لپاره اسانه او نږدې مارکېټ دی.

د ده په خبره، په ټولیزه توګه د سپین بولدک او تورخم له لارې پاکستان ته هره ورځ له ۲ زره ټنه ډېره لنده او وچه مېوه صادرېږي.

هغه وویل: ((د نورو هېوادونو په پرتله د پاکستان شرایط اسانه دي، نور هېوادونه د مېوې معیاري بسته بندۍ او پېکنګ ته ډېر ارزښت ورکوي چې له بده مرغه زموږ د مېوو پېکنګ لا هم معیاري نه دی او دغه راز نورو هېوادونو ته د لېږد اسانتیاوې هم کې دي، ځکه نو د اوسمهال لپاره د مېوې د صادراتو په برخه کې ډېره تکیه پر پاکستان ده.))

خو بینا د مېوو د صادراتو په برخه کې یو بل پرمختګ د افغانستان- هند هوايي دهلېز پرانیستل یاد کړ چې تر دې مهاله له کندهار څخه ۴ الوتنې شوې او په څلور واړو الوتنو کې لسګونه ټنه وچه او لنده مېوه هند ته لېږل شوې ده.

نوموړی دغه لړۍ د وچې او لندې مېوې د صادراتو په برخه کې لوی فرصت ګڼي او وايي، د ځمکې له لارې هند ته د مېوو لېږد ۶ ورځې وخت اخلي او پر یوه کیلو ګرام ۶۰ سینټنه لګښت راځي، خو د هوا له لارې د مېوو لېږد په څو ساعتونو کې ترسره کېږي او پر یوه کیلوګرام ۲۰ سینټه لګښت راځي.

بینا نه یوازې د دغې لړۍ دوام غواړي بلکې له ولسمشر څخه غوښتنه کوي چې له نوروې هېوادونو سره هم ورته ګډ هوايي دهلېزونه پرانیزي، څو د افغانستان مېوه د نړۍ مارکېټونو ته لار وکړي.

بینا بهر ته د صادراتو په برخه کې د مېوې معیاري بسته بندی او پیکنګ مهمه چاره ګڼي او وايي، د ګڼو

نورو لاملونو تر څنګ د کافي برېښنا نشتوالی د دې سبب شوی چې تر اوسه لا هم زموږ مېوه د نړۍ له معیارونو سره سم نه بسته بندي کېږي.

د ده په باور دا هغه څه دي چې په نړیوالو مارکېټونو کې ډېر حساب پرې کېږي.

ده وویل، د کندهار وچه مېوه لکه د لندې مېوې په نړۍ کې ښه شهرت لري او غوښتنه يې ډېره ده، خو ستونزه د لارو او اسانتیاوو د نشتوالي ده.

د کندهار د وچې مېوې سوداګر وايي، سږ کال یې بهر ته د مېوو د صادراتو کچه لوړه شوې او تر پخوا یې بیه هم ښه وه خو د یو لړ ستونزو یادونه هم کوي.

د کندهار د وچې مېوې یوه سوداګر حاجي عزیز احمد پژواک خبري اژانس ته وويل، د وچې مېوې د سوداګرو عمده ستونزه د پاکستان له خوا د لوړې ماليې اخیستل او دغه راز کله کله په یوه او بله بهانه د لارو تړل دي.

دی وايي، اوسمهال ډېره مېوه پاکستان او هندوستان ته صادرېږي چې د هغه ځاى سوداګر يې د خپلو هېوادونو په نوم نورې نړۍ ته صادروي او ډېره ګټه يې هم هغوى تر لاسه کوي.

نوموړی له حکومته غوښتنه کوي چې د صادراتو په برخه کې د اسانتياوو پر ډېرولو کار وکړي څو د دوی د دې جوګه شي چې خپلې مېوې په خپله عربي هېوادونو، اروپا او امریکا ته صادر کړي.

د حاجي فیض الله په نوم یو بل سوداګر بیا له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د صادراتو په برخه کې شته ستونزې هوارې کړي، ځکه اوس مهال د هېواد د سوداګرۍ په برخه کې تر صادراتو د وارداتو کچه لوړه ده او دا د هېواد د اقتصاد لپاره لوی زیان دی.

د یادونې ده چې لا هم له کندهاره د انګورو، انارو او نورې مېوو د صادراتو لړۍ روانه ده او هره ورځ یوازې د سپین بولدک له لارې پاکستان ته ۲۰۰ ټنه مېوه صادرېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد