کابل (پژواک، ٢٣ لړم ٩٦) : افغانستان د کرکټ د ١٩ کلنو لوبډلو په اسيايي سياليو کې متحده عربي اماراتو ته په سترې ماتې ورکولو سره نيمه پاى لوبې ته لاره پيدا کړه.
د اسيا د اتو لوبډلو په ګـډون سره دا سيالۍ تېره اوونۍ ماليزيا کې پيل شوې دي چې لوبډلې يې په دوو ګروپونو کې وېشل شوې دي.
د افغانستان په ګروپ کې پاکستان، سريلانکا او متحده عربي امارات شامل دي، په بل ګروپ کې هندوستان، بنګله دېش، نيپال او ماليزيا شامل دي.
د افغانستان د ١٩ کلنو لوبـډلې نن خپله درېيمه او وروستۍ ګروپي لوبه د متحده عربي اماراتو پر وړاندې ترسره کړه.
دا يوه ورځنۍ پنځوس اووريزه لوبه د باران له امله ٢٠ اوورونو ته راټيټه شوې وه، افغان ١٩ کلنو لوبغاړو ډېره تېزه لوبه وکړه او په ٢٠ اوورونو کې يې د درېيو لوبغاړو په سوځېدو سره ٢٢٤ منډې جوړې کړې او اماراتو ته يې د ٢٢٥ منډو هدف ورکړ.
د افغانستان له لوري دروېش رسولي په زړه پورې لوبه وکړه او په ٣٨ توپونو يې د لسو شپږيزو په مرسته ١٠٥ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.
د اماراتو لوبډلې په ټاکل شويو ٢٠ اوورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو سره يواځې ٩٠ منډې جوړې کړې او دغه راز افغانستان دا لوبه يې د ١٣٥ منډو په توپير سره وګټله.
د افغانستان له لوري مجيب رحمن، نوين الحق، وفادار مومند او طارق ستانکزي دوه ، دوه لوبغاړي وسوځول.
دغې برياسره افغانستان په خپل ګروپ کې لومړى مقام خپل او د دې سياليو نيمه پاى لوبې ته يې لاره پيدا کړه.
login or register a new account.