منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۲۰ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

سرور دانش: افغان حکومت هېڅکله نه دي غوښتي د کړکېچ او ګواښ عامل واوسي

· ۶ دقیقې لوستل · ۱۵۹ کتنې

عشق اباد (پژواک،٢٤لړم٩٦): د افغانستان په اړه د سيمه ييزې ملګرتيا غونډه نن سهار د ترکمنستان په عشق اباد ښار کې پيل شو او ډېرى ګډونوالو د ريکا په چوکاټ کې د ټرانزيټ، ټرانسپورټ او سوداګرۍ، د مېرمنو توانمندولو او د سوداګرو او پانګوالو ترمنځ د ملګرتيا پر پياوړتيا ټينګار وکړ.

په دغه غونډه کې د سيمې او نړۍ هېوادونو له ٣٠ ډېر د بهرنيو چارو وزيرانو او د ٢٥سيمه ييزو او نړيوالو سازمانونو استازو ګډون کړى دى.

د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش په خپلو خبرو کې وويل، د ريکا په اومه غونډه کې له ٦٠ډېرو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو د استازو شتون، له ګډو ننګونو سره د مقابلې لپاره د لاډېرې سيمه ييزې ملګرتيا د پياوړتيا او په سيمه کې له شته اقتصادي او سياسي موکو څخه د غوره کار اخيستنې په برخه کې ګډ مسووليت ته ستاسو د ژمنيا ښودنه کوي.

هغه زياته کړه، په څو تېرو کلونو کې د افغان حکومت يو مهم لومړيتوب، د سيمه ييزې اقتصادي ملګرتياوو پياوړتيا ده او په دې برخه کې په سيمه ييزه او لويې وچې په کچه د ټرانزيټ او سوداګرۍ د مرکز په توګه فعال رول لوبولو ته ژمن دى.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د ريکا چوکاټ په ٢٠٠٥ کال کې له خپل جوړښت سره هممهال توانېدلى چې د انرژۍ، ټرانسپورټ، سوداګرۍ، ټرانزيټ، مخابراتو او اړيکو، د خصوصي سکتور د پياوړتيا او کارګرو د استولو په شان مختلفو برخو کې د ملګرتيا او خبرو اترو لپاره يوه مناسبه زمينه رامنځ ته کړي.

دانش د لاجورد لارې د هوکړه ليک لاسليک ته په اشارې سره چې د ريکا غونډې په څنډه کې د پنځو غړو هېوادونو ترمنځ لاسليک کېږي، وويل چې دغه هوکړه ليک د ټرانسپورټ او ټرانزيټ به برخه کې د يوه ډېر مهم او اغېز لرونکي سند په توګه په سيمه ييزه کچه د افغان حکومت د ګډو هڅو يوه څرګنده بېلګه ده.

د ده په وينا، شک نشته چې د دغه مهم هوکړه ليک عملي کېدل به د اور-اسيا په حوزه او له افغانستان، ترکمنستان او له خزر سمندر څخه تر اروپا پورې د يوې منظمې او منسجمې ټرانزيټي او ټرانسپورټي شبکې له جوړولو سره مرسته وکړي او د سيمې او له سيمې ورهاخوا خلک به هغو له سترو اقتصادي اغېزمو څخه ګټه پورته کړي.

نوموړي د خپلو خبرو په دوام کې وويل، بايد د سيمه ييزې ملګرتيا او سازمانونو په چوکاټونو کې د سيمه ييزې هڅو او فعاليتونو ترمنځ همغږي ښه شي او شک نشته چې د ريکا چوکاټ په دې برخه کې رغنده رول لوبولاى شي.

سربېره پردې بايد د خصوصي سکتور ودې په ځانګړې توګه د ښځو اقتصادي پياوړتيا ته جدي پاملرنه وشي.

دانش وويل، افغانستان د سيمه ييزې همپالنې د مرکز او د مرکزي او سويلي اسيا  او منځني ختيځ د نښلوونکې څلورلارې په توګه د ګډې سيمه ييزې ليدتوکي د تحقق په لړ کې فعالې ونډې اخيستو ته چې د تلپاتې ټيکاو او هوساينې خونديتوب دى، کلک ژمن دى او د ريکا په چوکاټ کې د افغانستان چورليزي رول او دغه راز د اسيا د زړه پروسه د دغه ادعا تاييد دى.

هغه دغه راز وويل، د ټولو ملګرتياوو اصلي او بنسټيزه موخه، په سيمه کې دوو موخو ته رسېدل دي چې تلپاتې ټيکاو او امنيت خونديتوب، د بې وزلۍ کمېدل او د خلکو هوسياينه ده.

د ولسمشر دويم مرستيال دغه راز وويل، افغانستان خپل مهم سټراټيژيک او جيوپوليټيک موقعيت ته په پام سره يې، هم د سيمې د هېوادونو لپاره يوه موکه  کېداى شي او هم د بې ثباتۍ او کړکېچ  يو ګواښ او عامل کېداى شي.

هغه ټينګار وکړ چې افغان حکومت هېڅکله نه دي غوښتي چې د کړکېچ او ګواښ عامل و اوسي او هېڅکله به ونه غواړي چې د لرې او نږدې هېوادونو له پولو څخه وګواښل شي.

خو هغه وويل: "تمه لرو چې ټول سيمه ييز او ګاونډي هېوادونه افغانستان ته همداسې وګوري او د ښه او بد ترهګر ترمنځ له توپير  کولو پرته له ترهګرۍ سره په مبارزه او سولې او امنيت په رامنځ ته کولو کې مرسته وکړي."

د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست وزير صلاح الدين رباني هم په دغه نړيوال کنفرانس کې په خپلو خبرو کې وويل چې د سيمې هېوادونه په دا ډول غوره ميکانيزمونو سره په ښه توګه مخ ته تلاى شي او د خپلو ملګرتياوو کچه پياوړې کولاى شي.

رباني زياته کړه: "افغانستان په سيمه کې ټيکاو ته ډېره اړتيا لري او د ريکا د اومې غونډې جوړېدل دې غوښتنو ته مثبت ځواب ويلاى شي او موږ خپلې دندې په ښه توګه پرمخ بېولاى شو او د سيمه ييزې ملګرتيا د پياوړتيا په لړ کې ټينګ ګامونه پورته کولاى شو."

د ګورجستان د بهرنيو چارو وزير ميخاييل چانه ليت زده  Mikheil Janelidzeپه خپلو خبرو کې وويل چې هېواد يې د لاجوردو لارې بيا جوړېدو لپاره چمتووالى اعلانوي.

د هند د بهرنيو چارو وزيرې Mobashar Jawed Akbar وويل، د ريکا کنفرانس په سيمه کې د اقتصادي ملګرتياوو د خونديتوب په اړه د افغانستان او نورو هېوادونو ترمنځ د يوه ارتباطي پول په شان دى.

د هند د بهرنيو چارو وزيرې وويل، ښه دوستان د ستونزو په وخت کې پېژندل کېږي او زياته يې کړه، څوک چې د افغانستان په څنګ کې ولاړ دي، د دغه هېواد رښتيني دوستان دي.

نوموړې د ريکا اوم کنفرانس د سيمه ييزو ملګرتياوو د ودې لپاره يوه موکه وبلله او زياته يې کړه چې دغه ملګرتيا په افغانستان کې د امنيت د خونديتوب لامل ګرځي.

نوموړې د پاکستان له خوا د افغانستان او هند د سوداګريزو مالونو د لېږد لارې بندول د افغانستان د خلکو پرضد يو حرکت وباله.

د ايران د "مسکن" وزير عباس اخندي Abbas Ahundi چې په دغه کنفرانس کې يې د خپل هېواد په استازيتوب خبرې کولې، وويل چې د سيمه ييزې ملګرتيا په چوکاټ کې له ننګونو سره د مقابلې لپاره ښه موکه رامنځ ته کېږي.

هغه وويل، هېواد يې چمتو دى چې د افغانستان د اقتصادي غوړېدا لپاره مرسته وکړي.

د پاکستان د ملي امنيت سلاکار سرتاج عزيز په دغه کنفرانس کې د خپلو خبرو پرمهال وويل چې د دغه کنفرانس د ټولو ګډونوالو هېوادونو اصلي موخه په افغانستان کې سوله او ټيکاو راوستل دي.

نوموړي زياته کړه، هېواد يې د ريکا په چوکاټ کې له افغانستان سره د سوداګريزو اړيکو پياوړتيا ته ژمن دى.

سرتاج عزيز د هند او افغانستان د سوداګريزو مالونو پر لېږدولو د لارې د بندېدو په اړه د هند د بهرنيو چارو د وزيرې د خبرو په ځواب کې وويل چې هېواد يې له افغانستان سره د سوداګريزو اړيکو د پراخولو او سيمه ييزې اقتصادي ملګرتيا د پيا وړتيا په لړ کې ملګرتيا کوي.

د متحدو عربي اماراتو د بهرنيو چارو وزير انور محمد قرقش هم له افغانستان او د ريکا له غړو هېوادونو سره د سوداګريزې ملګرتيا د پيا وړتيا لپاره چمتووالى اعلان کړ.

د ريکا کنفرانس له ٢٠٠٥زېږديز کال څخه پيل شوى چې شپږ پخوانۍ ناستې يې په ترتيب سره په کابل، هند، اسلام اباد، استانبول او دوشنبې کې ترسره شوې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد