کابل (پژواک، ٢٥ لړم ٩٦): ټاکل شوې ده چې راتلونکې د افغانستان او ايرلينډ تر منځ په متحده عربي اماراتو کې د کرکټ سيالۍ ترسره شي.

د افغانستان کرکټ بورډ له خوا د لړم په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دواړو هېوادونو د کرکټ ادارو د درېيو يو ورځنيو نړیوالو لوبو د ترسره کولو هوکړه کړې ده.

سرچينې زياتې کړې ده چې دا لوبې دا راتلونکې ډسمبر مياشتې له پنځمې نېټې څخه د متحده عربي اماراتو د شارجې په نړيوال کرکټ لوبغالي کې د افغانستان په کوربه توب پيل شي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې لومړۍ لوبه د ډسمبر په پنځمه، دويمه په اوومه او درېيمه يوه ورځنۍ نړيواله لوبه د ډسمبر په ١٠مه ترسره شي.

د افغانستان د کرکټ بورډ اجرائيوي رييس شفیق الله ستانکزي ويلي، د دغو درېیو یو ورځنیو نړیوالو لوبو لړۍ د افغانستان او آیرلنډ لپاره يو ښه فرصت دی چې د راتلونکو نړيوالو لوبو لپاره ترې استفاده وکړي.

هغه زياته کړې چې دا لوبې به له دواړو هېوادونو سره د نړیوال جام د غوراوي پړاو په تیاریو کې هم مرسته وکړي چې په راتلونکي کال کې ترسره کېږي.