کابل (پژواک، ٢٨ لړم ٩٦): افغانستان د کرکټ د ١٩ کلنو لوبـډلو د اسيايي سياليو په پاىلوبه کې پاکستان ته په سترې ماتې ورکولو سره د دې سياليو اتلولي خپله کړه.
د اسيا د اتو غوره لوبډلو تر منځ دا يوه ورځنۍ پنځوس اووريزې سيالۍ دوه اوونۍ مخکې په ماليزيا کې پيل شوې وې.
افغانستان په خپل ګروپ کې پاکستان او متحده عربي اماراتو ته او په نيمه پاى لوبه کې نيپال ته په ماتې ورکولو سره د دې سيالو پاىلوبې ته لار پيدا کړې وه.
د پايلوبې پچه پاکستان وګټله او لومړى يې افغان ١٩ کلنې لوبـډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.
د افغانستان لومړنيو دوو لوبغاړو په ډېر احتياط سره ښه لوبه پيل کړه او منډې يې تر ٦٠ پورې ورسولې، خو رحمان ګل په ٤٠ او ابراهيم ځدراڼ په ٣٦ منډو وسوځېدل.
په دې مهال دروېش رسولي م يدان ته راغى، هغه په زړه پورې لوبه پيل کړه او تر اخره پورې يې لوبه وکړه او په ١٠٧ منډو ناسوځېدلى پاتې شو.
د افغانستان ١٩ کلنو ملي لوبډلې په ټاکل شوو ٥٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ٢٤٨ منډې جوړې کړې او پاکستان ته يې د ٢٤٩ منډو هدف ورکړ.
د يادې لوبې څارونکو او تبصره کوونکو افغان توپ اچوونکو ته په کتلو سره دا يو ښه هدف وباله او همدا ډول ثابت هم شو.
د پاکستان ١٩ کلنې لوبـډلې چې کله د ياد هدف ترلاسه کولو لپاره لوبه پيل کړه؛ نو مجيب ځدراڼ په خپل لومړي اوور کې د پاکستان يو لوبغاړى وسوځاوه او دغه لوبډله يې تر فشار لاندې راوستله.
د پاکستان لوبغاړي په وقفه يي ډول سوځېدل او د افغان توپ اچوونکو مقابله يې ونه شوه کړاى، د پاکستان ټوله لوبـډله ٢٢ اورونو کې په ٦٣ منډو وسوځېدل. دغه راز افغانستان دا لوبه د ١٨٥ منډو په ستر توپير سره وګټله.
login or register a new account.