ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل- کندهار پر لويه لاره ترافيکي پېښه کې ١٦ کسان ژوبل شوي

د کابل- کندهار پر لويه لاره ترافيکي پېښه کې ١٦ کسان ژوبل شوي

author avatar
23 Nov 2017 - 11:06
د کابل- کندهار پر لويه لاره ترافيکي پېښه کې ١٦ کسان ژوبل شوي
author avatar
23 Nov 2017 - 11:06

کلات (پژواک، ٢ لیندۍ ٩٦): د کابل- کندهار پر لويه لاره د يوې ترافيکي پېښې له امله ١٦ کسان ژوبل شوي دي.

د والي وياند ګل اسلام سيال د لړم په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار شاوخوا اته بجې د يادې لارې په اوږدو کې د شاه جوى ولسوالۍ په ګاه جوى سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې په ياده سيمه کې ٣٠٣ مسافر وړونکي موټر له کرولا سره ټکر کړى او په پايله کې يې ١٦ تنه ژوبل شوي دي.

د سيال په وينا، ټپيان روغتون ته لېږدول شوي خو د دوو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى دى.

د يادونې ده، نن سهار په هرات ولايت کې هم د يوې ترافيکي پېښې له امله ٣ تنه مړه شوي دي. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.