ژبه

افغانستان دانټرکانټنینټال کپ سیالیو اتلولۍ ته نږدې شو

کابل (پژواک، ۱۰ ليندۍ ٩٦) : د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د انټرکانټنینټال یا لویو وچو جام سیالیو په وروستۍ لوبه کې اماراتو ته په ماتې ورکولو یا هم مساوي کولو سره ددې سیالیواتلولي ترلاسه کوي.

افغانستان د انټرکانټنينټال جام سياليو په لړ کې خپله وروستۍ لوبه پرون د متحده عربي اماراتو پر وړاندې په دوبۍ ښار کې پيل کړې ده.

ددې څلور ورځنۍ لوبې پچه د اماراتو لوبډلې ګټلې وه او لومړۍ يې د توپ اچونې پرېکړه وکړه، د افغانستان لوبډلې پرون ډېره ښه لوبه وکړه او د لومړۍ ورځې تر پايه پورې يې ٣٠٠ منډې جوړې کړې وې او درې لوبغاړي يې له لاسه ورکړي وو.

د افغانستان له لوري احسان الله جنت او رحمت شاه زرمتي په زړه پورې لوبه وکړه او دواړو سليزې ووهلې، احسان الله جنت ١٢٤ او رحمت شاه ١٠٣ منډې جوړې کړې.

نن سهار په دويمه ورځ چې د افغانستان لوبډلې لوبه پيل کړه، نو لوبډلمشر اصغر ستانکزي خپلې پرونۍ لوبې ته په ښه توګه ادامه ورکړه، هغه هم سليزه ووهله ، خو بيا په ١١٤ منډو وسوځېد.

ورپسې افسر ځاځي هم ښه لوبه وکړه، افسر ٥٠ منډې او راشد خان ٤٠ منډې جوړې کړې، د افغانستان لوبډلې په ١٤٧ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدلو ٥١٠ منډې جوړې کړې او خپل اننګز يې ختم اعلان کړ.

د متحده عربي اماراتو لوبـډلې لخوا احمد رضا ٥ او محمد نويد د افغانستان درې لوبغاړي وسوځول.

د متحده عربي اماراتو لوبډلې په لومړي انننګر کې په ۱۹۷ منډو وسوځیدله، دافغانستان له لوري راشد خان او ظاهر خان درې درې لوبغاړي وسوځول،  دا چې دافغانستان د منډو په مقابل کې په ډیرو کمو منډو وسوځیدل نو د کرکټ په اصطلاح کې (فالوان) شول او دویم اننګز یې هم پیل کړ. خو په دوویم اننګز کې ددوی لوبغاړو دافغان توپ اچوونکو ښه مقابله وکړه او د ورځې تر پایه پورې یې د دریو لوبغاړو په سوځیدلو ۲۰۱ منډې جوړې کړې.

 دلوبې په ځلورمه ورځ به افغانستان هڅه کوي، چې د اماراتو پاتې لوبغاړي هم وسوځول، امارات باید ۱۱۳ نورې منډې جوړې کړې، څو دافغانستان منډې پوره کړي او له هغه وروسته به افغانستان ته هدف ورکړي.

خو اټکل کیږي،چې په څلورمه ورځ افغانستان اماراتو ته ماتې ورکوي او یا لوبه به مساوي شوي، چې په دواړو حالاتو کې افغانستان ګټه کوي.

که چیرې افغانستان وګټي نو ۲۰ نومرې ورکول کیږي، او که مساوي شي افغانستان ته ۱۴ او اماراتو ته ۶ نومرې ورکول کیږي.

د ګټلوپه صورت کې به دافغانستان ټولې نومرې ۱۲۱ شي او د مساوي په صورت کې به دافغانستان ټولې نومرې ۱۱۵ شي، بلخوا ایرلینډ نن سکاټلینډ ته په ماتې ورکولو سره ۲۰ نومرې ترلاسه کړي اوټولې نومرې یې له  ۸۹ څخه ۱۰۹ ته لوړې شوې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع