کابل- فيض اباد (پژواک،١٢ليندۍ٩٦): په هېواد کې په داسې حال کې د ايډز له ناروغۍ سره د مبارزې نړيواله ورځ ونمانځل شوه چې د عامې روغتيا وزارت د چارواکو په خبره، تر اوسه په هېواد کې د ايډز ناروغۍ٢٥٢٢مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
سږ کال "د روغتیا حق- د اچ ای وي لپاره خپله وينه معاينه کړئ" تر عنوان لاندې د ايډز له ناروغۍ سره د مبارزې نړيواله ورځ له يادې شوې ناروغۍ سره د مبارزې لپاره د عامه پوهاوي د لوړېدو او د چارواکو د ژمنو د نوې کولو په موخه ونمانځل شوه.
د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو د چارو مرستيال ډاکټر فدامحمد پيکان د دغې ورځې د نمانځ غونډې په مراسمو کې وويل، د اچ اى وي له ٢٥٢٢ثبت شويو مثبتو پېښو ٧٥سلنه برخه نارينه او ٢٥سلنه مېرمنې جوړوي.
د ده په وينا، په دې کسانو کې ٤٥ماشومان چې عمرونه يې له له ١٥کالو ټيټ دي، هم شامل دي.
هغه زياته کړه، دغه وزارت پرېکړه کړې چې په لويو ښارونو کې د "معاوضوي او اوپيوييد" درملنه ډېره کړي چې دا د اچ اى وي او هيپاتيت ويروس د خپرېدو د مخنيوي لپاره يوه اغېزمنه لاره کېداى شي.
هغه په افغانستان کې کورنۍ جګړې، د نشه يي توکو کارول، د پولو پرانيستل کېدل، اقتصادي ستونزې، د سواد ټيټه کچه او کډوالي د اچ اى وي ناروغۍ بنسټيز عوامل وبلل.
له بلې خوا د بدخشان ځايي چارواکو هم له ايډز ناروغۍ سره د مبارزې د نړيوالې ورځې د نمانځ غونډې په مراسمو کې وويل. په ياد شوي ولايت کې په روان کال کې د اچ اى وي يوه مثبته پېښه موندل شوې ده.
په بدخشان کې د اچ اى وي د کنټرول د برخې مسوول ډاکتر شفيق الله همدرد وويل، پخوا د اچ اى وي ويروس اخته ١٣کسان تر درملنې لاندې وو چې يوشمېر يې مړه شول او څو نورو يې له درملنې څخه لاس اخيستى، خو اوسمهال په ياده شوې ناروغۍ اخته شپږ کسان تر درملنې لاندې دي.
سرچينې زياته کړه، ځينې دغه کسان له هېواد څخه د باندې په اچ اى وي ويروس اخته شوي وو.
نوموړي له خلکو څخه وغوښتل چې د خپلې وينې د معاينې لپاره دې روغتيايي مرکزونو ته ورشي او د خپلې روغتيا په اړه دې ډاډ ترلاسه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو له ايډز سره د مبارزې ادارې د شمېرنو له مخې، په ټوله نړۍ کې د ايډز په ناروغۍ او اچ اى وي ويروس ٣٦.٧ميليون انسانان اخته دي، چې له دې جملې څخه هر کال له يو ميليون تنو ډېر کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي؛ دغه راز د اچ اى وي نږدې ٢.١ميليون نوې پېښې ثبت شوې دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










