منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۲۵ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ننګرهار کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د ايډز ۱۴۹ پېښې ثبت شوې

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۳ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۱۴ ليندۍ ۹۶): د ننګرهار د عامې روغتيا رياست چارواکي وايي، په دغه ولايت کې تر دې مهاله د ايډز ۲۵۷ مشکوکې پېښې ثبت شوې چې له ډلې يې ۱۴۹ تایيد شوې دي.

د معتادينو له لوري د پېچکاريو (سورنج) ګډ استعمال، په غير مسوول ډول جراحي عمليات، نا مشروع جنسي اړيکې او له مور څخه ماشوم ته د ايډز انتقال هغه څه دي چې د ايډز يا HIV د انتقال لوی لاملونه ګڼل کېږي.

د ننګرهار د عامې روغتيا رياست مرستيال ډاکتر شعيب سهاک وايي، د ايډز د نړيوالې ورځې د نمانځلو پر مهال يې د دې ناروغۍ د پراختيا د مخنيوي پر لارو چارو بحث وکړ.

د نوموړي په وينا، د دې ورځې له نمانځلو یې موخه د خلکو او دولت تعهد د دې ناروغۍ د مخینوي لپاره، په دې ناروغۍ له اخته کسانو سره د کرکې او نفرت له منځه وړل، په راتلونکي کې د دې ناروغۍ له کبله د مړینې مخنیوی او د دې ناروغۍ کچه صفري نقطې ته راټیټول دي.

هغه زیاته کړه په ننګرهار ولایت کې تر دې مهال ۲۵۷ شکمنې پېښې راپور شوې چې ۱۴۹ یې د مرکزي VCT له لوري تايید شوې دي.

د ډاکتر سهاک د معلوماتو پر بنسټ، په دغه شمېر کې ۶۸ سلنه نارینه، ۲۲ سلنه ښځینه او ۱۰ سلنه له ۱۵ کلونو کم عمره کوچنیان شامل دي.

په همدې حال کې د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست د ایډز کنټرول پروګرام مشر ډاکتر نورحسن بشریار وایي چې په دغه ولایت کې دا مهال د یادې ناروغۍ د کچې ټیټولو په موخه په مرکزي او د ولسواليو په کچه بېلابېل مرکزونه موجود دي.

نوموړي زياته کړه، د VCCT مرکز د ولسوالیو په کچه د BPHS سره مدغم VCCT مرکزونه، دوه د DIC مرکزونه چې د ننګرهار په محبس او د متعادینو په برخه کې د HIV د کچې ټیټولو په برخه کې عملاً فعالیت کوي او د PMTCT مرکز چې له مور څخه ماشوم ته د HIV د انتقال مخنیوی کوي عملاً خپلې چارې پر مخ بیايي.

بلخوا د افغانستان د خواريکښو او مزدورانو سراسري اتحاديې هم د دې ورځې د نمانځې په خاطر له يو شمېر سلمانانو، نانوايانو او د غاښونو له ډاکترانو سره ليدنه وکړه او ورته يې عامه پوهاوی ورکړ.

دې ټولنې ياده ورځ د (راځئ چې خپله کاري قوه د ايډز له وبا څخه وژغورو) تر عنوان لاندې ونمانځله او د جلال اباد ښار به بېلابېلو برخو کې يې خلکو ته دغه پيغام ورساوه.

د دې اتحاديې مشر ډاکتر محمد لياقت عادل پژواک ته وويل، د ټولنې دغه قشرونه تر ډېره د ايډز په انتقال کې مهم رول لري او که نظافت ته پاملرنه ونه کړي، نو ښايي ډېر خلک د ايډز پر ناروغۍ اخته شي.

هغه پر حکومت غږ وکړ، که د کار د نړيوال سازمان کنوانسيونونو پرېکړو او هوکړه ليکونو ته ژمنتيا پيدا کړي او د کاري قوې حقوق ورکړل شي، نو شونې ده چې دغه پېښې کنټرول شي.

دا په داسې حال کې ده چې سږ کال په ټول هېواد کې د ايډز ناروغي ٢٥٢٢ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا