کابل (پژواک، ١٦ ليندۍ ٩٦) : د کرکټ نړيوالې شوراعلان کړى چې راتلونکې مياشت د افغانستان د کرکټ پر ملي لوبغاړي محمد شهزاد يو کلن بندېز لرې کېږي او هغه به يو ځل بيا د لوبو ميدان ته را وګرځي.
پر محمد شهزاد د کرکټ نړیوالې شورا له خوا د روان زېږديز کال د جنورۍ په ١٧مه، د دغې شورا له قوانینو څخه د سرغړاوي او منع شوو درملو د استعمال له امله د ۱۲ میاشتو بندېز لګول شوى و.
د کرکټ نړيوالې شورا د ليندۍ په ١٦مه، اعلان وکړ چې پر هغه د بندیز موده د ٢٠١٨ کال د جنوري په میاشتې کې ۱۷ پاى ته رسېږي.
د افغانستان کرکټ بورډ له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د شهزاد له لوري وړاندې شوي شواهد د کرکټ نړیوالې شورا ته ډاډ ورکړی چې نوموړي د معایناتو پایله کې په ډاګه شوي درمل (کلینبوټیرول) په قصدي توګه نه دي کارولي.
سرچينې زياته کړې، همدارنګه شهزاد منلې ده چې هغه د یو نړیوال کرکټ لوبغاړي په توګه په خپل شخصي مسوولیت کې پاتې راغلی چې د منع شوو درملو له کارولو مخنیوی وکړي.
د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي رییس، شکرالله عاطف مشعل په دې اړه ويلي : ' موږ ډېر خوښ یو، چې شهزاد محمدي به راتلونکي کال بېرته کرکټ ته را ستون شي، هغه په نړیواله کچه د خپل استعداد او په زړه پورې کرکټ له امله ډېر مینه وال لري. همدا راز دغه کار د کرکټ نورو لوبغاړو ته هم یو خبر داری دی، ترڅو پوه شي چې د منع شوو درملو کارول جدي پایلې لري. د افغانستان کرکټ بورډ به د کرکټ له نړيوالې شورا سره یو ځای دا یقیني کړي چې لوبغاړي د کرکټ د منع شوو درملو د کارولو په اړه د کرکټ نړیوالې شورا د سختې او تحمل نه لرونکې پالیسۍ په اړه پوره پوهاوی تر لاسه کړي، ترڅو په راتلونکي کې د ورته قضیو مخنیوی وشي."
په خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان کرکټ ژمن دی چې د لوړې کچې ټولو لوبغاړو لپاره به د منع شوو درملو ازموینه کوي، ان هغه لوبغاړي چې په کور دننه په (فرسټ کلاس) سیالیو کې لوبېږي، ترڅو ډاډ تر لاسه کړي چې هېڅ لوبغاړی په راتلونکي کې د منع شوو درملو په قضیو کې ښکېل نه شي.
login or register a new account.