جلال اباد (پژواک ۲۱ ليندۍ ۹۶): په ننګرهار کې د خراسان په نوم يوه خصوصی پوهنتون له خوا پر دغه ولايت سربېره د څو نورو ولایتونو د ورزشکارانو په شتون کې د سولې تر عنوان لاندې ورزشي اونۍ پیل شوه.
د ياد پوهنتون د مسوولینو د معلوماتو له مخې، په دغو سیالیو کې له بېلابېلو لوبډلو څخه ۸۰۰ تنه لوبغاړو برخه اخيستې چې دغه سیالي به یوه اونۍ دوام وکړي.
يادو سياليو ته پر ننګرهار سربېره د هرات، پروان، کابل، خوست او لغمان ولايتونو ولايتي او نورې بېلابېلې لوبډلې او ورزشي ډلې راغلې دي.
د خراسا ن خصوصي پوهنتون ريیس احمد طارق کمال د ليندۍ په ۲۱مه د دغو مراسمو د پیل پرمهال وویل، په دغه یوه اونۍ کې به لوبغاړي د کرکټ، والیبال، ټینس، تکواندو، فوټبال او د رسۍ کشونې لوبې تر سره کړي.
ده زياته کړه، له دغو سیاليو څخه يي موخه د لوبغاړو ترمنځ همغږي، د سولې راتګ ته لاره پرانيستل او خلکو ته د سولې پيغام رسول دي.
د ننګرهار پوهنتون ريیس بیرک میاخېل د خصوصي پوهنتونونو له مسوولینو وغوښتل چې خپلو محصلینو ته د درسي بهیرونو ترڅنګ په ورزشي برخو کي هم اسانتیاوې برابرې کړي.
هغه د دغه پوهنتون له مسوولينو هم مننه وکړه، چې د خپلو محصلينو ترڅنګ يې د نورو ولايتونو محصلينو ته هم دا ډول زمينه برابره کړې ده.
له نورو ولایتونو څخه راغلي لوبغاړي دغه ډول ورزشي سیالۍ د سولې او د ورزشکارانو ترمنځ د یووالي لپاره ډېري مهمي بولي.
د خوست ولايت يوه وزرشکار چې دغه سياليو ته راغلی و، پژواک ته وويل چې اوسمهال تر بل هر وخت په هېواد کې ورزش لپاره ډېر کار په دى، چې له دې برخې څخه لا پسې د خلکو ملاتړ ډېر شي.
د يادولو وړ ده چې دغه پوهنتون هر کال ورته سيالۍ ترسره کوي؛ خو دا لومړی ځل دی چې د نورو ولايتونو ورزشکاران هم ورته رابولي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










