قلعه نو (پژواک، ٢٦ ليندۍ ٩٦): يوه امنيتي سرچينه وايي، بادغيس کې دوه پوليس او دوه وسله وال طالبان وژل شوي او څلور پوليس او طالبان ټپيان دي، خو نورې سرچينې د طالبانو مرګ ژوبله نه تاييدوي.
د بادغيس د ابکمري ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونيار غلام رسول وايي، چې د دولت وسله والو مخالفينو تېره شپه د ولسوالۍ د مرکز اړوند سيمه کې د پوليسو پر يوه پوسته بريد وکړ.
دى وايي چې په دې نښته کې يو وسله وال طالب او دوه پوليس وژل شوي، دوه پوليس او دوه طالبان ټپيان دي.
د هغه په وينا، طالبان تر بريد وروسته له سيمې تښتېدلي دي.
د سيمې يو اوسېدونکى عبدالباعث وايي چې په دې بريد کې دوه پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان دي، خو د طالبانو له مرګ ژوبلې خبر نه لري.
خو وسله والو طالبانو ويلي چې ياده پوسته يې تېره شپه نيولې او دوه پوليس يې په کې وژلي دي. هغوى دعوه کوي چې په پوسته کې يو کلاشينکوف، يوه مخابره او يوه اندازه مهمات هم لاسته ورغلي دي.
طالبان وايي چې په دې بريد کې د هغوى کسانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن