کابل (پژواک، ٢٦ ليندۍ ٩٦) : د کرکټ ملي لوبغاړي شهزاد محمدي له دې امله له ټولو هېوادوالو بخښنه وغوښته، چې د ممنوعه درملو خوړلو له امله يو کال له ملي لوبـډلې څخه بهر و.
د کرکټ نړيوالې شورا د روان زېږديز کال په پيل کې تر لابراتواري معايناتو وروسته له دې امله پر شهزاد بندېز لګولى و، چې ممنوعه درمل يې خوړلي دي.
څو ورځې مخکې د کرکټ نړيوالې شورا اعلان وکړ، چې ددې سرغړونې له امله پر شهزاد يو کال بندېز لګولى و او راتلونکې مياشت دا بندېز پوره کېږي.
سرچينې زياته کړې، چې شهزاد کولى شي د ٢٠١٨ زېږديز کال د جنورۍ په ١٧مه، بېرته ملي لوبډلې ته وګرځي.
شهزاد محمدي د افغانستان کرکټ بورډ په مرکزي دفتر کې يوه خبري کانفرانس ته د خبرو پر مهال له ټولو هېوادوالو او د کرکټ له مينه والو بخښنه وغوښته .
هغه زياته کړه : " زه به هڅه وکړم، چې په راتلونکي کې داسې هېـڅ ډول داسې کار ونه کړم، چې د کرکټ د نړيوالې شورا د قوانينو او اصولو خلاف وي."
نوموړي له نورو لوبغاړو هم وغوښتل، چې د هغو درملو له خوړلو ډډه وکړه، چې د کرکټ د نړيوالې شورا لخوا يې خوړل منع ګرځول شوي دي.
شهزاد وايي، چې په دې يوه کال کې چې له لوبـډلې څخه لرې، خپلو تمريناتو ته يې ادامه ورکړې، نږدې اوه کيلو وزن يې کم کړى دى.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










