کندهار (پژواک، ٢٨ لېندۍ ۹۶): د کندهار شاولیکوټ ولسوالي د ماشومانو د ګوزڼ تر ټولو خطرناکه سیمه ګڼل کېږي؛ ځکه په روان کال کې د هېواد په کچه د پولیو له ۱۲ پېښو ۴ یې دغلته ثبت شوې دي.
د دې ولسوالۍ ډېرې سیمې د وسله والو تر واک لاندې دي او له تېرو څو میاشتو راهیسې په کې د پولیو واکسین نه دی تطبیق شوی.
د افغانستان لپاره د یونسیف نړیوالې ادارې اړوند د پولیو پروګرام ویاند سید کمال شاه پژواک خبري اژانس ته وویل، په روان کال کې تر دې مهاله د هېواد په کچه د ماشومانو د ګوزڼ ۱۲ پیښې ثبت شوي دي.
هغه زیاته کړه: ((له دې جملې د ماشومانو د ګوزڼ ۵ پیښې په کندهار کې ثبت شوي چې ۴ په شاولیکوټ او ۱ په کندهار ښار کې ده، ۲ پیښې په هلمند کې ثبت شوي چې ۱ په نوزاد او ۱ په نهر سراج ولسوالۍ کې ده، په زابل کې ۱ پیښه ثبت شوې، د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې ۳ پیښې او په کندز کې يوه پیښه ثبت شوې ده.))
د ده په خبره، دغو پېښو ته په کتو شاولیکوټ ولسوالۍ یوازې د هېواد په کچه نه، بلکې د نړۍ په کچه د ماشومانو د ګوزڼ تر ټولو خطرناکه سیمه بلل کېږي.
کمال شاه وايي، په شاولیکوټ کې د پولیو د ډېرو پېښو لامل نا امني، په سمه توګه د واکسین پروګرام نه تطبیق او د خلکو نه پوهاوی دی.
د ده په خبره، د روان کال له پیل راهیسې په یاده شوې ولسوالۍ کې د پولیو واکسین نه دی پلی شوی، په داسې حال کې چې د دغې خطرناکې ناروغۍ د مخنیوي یوازینۍ لار تر ټولو سیمو رسېدل او ټولو ماشومانو ته واکسین ورکول دي.
دی وايي، کله چې ټولو ماشومانو ته لاسرس نه کېږي نو طبعاً هماغه سیمه د پولیو له جدي خطر سره مخ ده.
ده وویل، په دې برخه کې تر ټولو خطرناکه خبره دا ده چې له چاپېریال څخه د معایناتو په موخه له اخیستل شوو نمونو ښکاري چې په کندهار کې د پولیو ویروس د انتقال په حال کې دی.
د ده په خبره، دا چې کندهار ښار ته د دغه زون له ټولو ولایتونو څخه تګ راتګ کېږي، نورو سیمو ته یې د لېږد امکانات هم ډېر دي.
نوموړي دغه راز یادونه وکړه چې د پولیو پیښو د ډېرېدو بل لامل د افغانستان او پاکستان تر منځ د خلکو تګ راتګ هم دی، ځکه په دغه هېواد کې هم د پولیو ویروس شته.
د کندهار د عامې روغتیا ریاست یوه چارواکي پژواک اژانس ته وویل، په شاولیکوټ کې د ماشومانو د ګوزڼ د پیښېو د ډېرېدو لامل د وسله والو له خوا د پولیو پر واکسین بندیز دی.
هغه زیاتوي وسله والو ځکه پر واکسین بندیز لګولی چې غواړي خپل کسان د واکسیناتورانو په توګه وګوماري.
دی وايي، دغسې ګومارل شوي کسان ژمنتیا نه لري، واکسین په خاورو کې تویوي او فورمې په دروغو ډکوي.
خو دی دا هم وايي چې په خپله خلک هم د نه پوهاوي له امله لېوالتیا نه لري او د واکسین په اړه د ناسمو تبلیغاتو ښکار شوي دي.
خو په خپله وسله والو طالبانو په دې اړه رسنیو ته کوم وضاحت نه دی کړی چې ولې یې پر واکسین بندیز لګولی دی.
په خپله د شاولیکوټ یوه اوسېدونکی عبدالرحمن هم وايي چې طالب قوماندانانو په دې ولسوالۍ کې د پولیو پر واکسین بندیز لګولی دی.
هغه زیاته کړه، وسله والې ډلې باید د خپلو غوښتنو لپاره د ماشومانو ژوند په خطر کې وا نه چوي.
نوموړی دغه راز غوښتنه کوي چې اړوندې ادارې د پولیو د واکسین په پروګرام کې ژمن کسان په دندو وګوماري څو تر هر ماشوم پورې واکسین ورسوي.
د کندهار مرستیال والي عبدالحنان منیب وايي، تل یې په دې ولایت کې د ماشومانو د ګوزڼ د مخنیوي په موخه د همغږۍ غونډې رابللي او د دوی هڅه دا ده چې د واکسین پر وړاندې شته خنډونه لیرې کړي.
هغه زیاته کړه، د دې کار لپاره یې د همغږۍ بلې غونډې ته د ټولو ولسوالیو ولسوالان رابللي څو په دې برخه کې شته ستونزې حل شي او تر هر ماشوم پورې واکسین ورسول شي.
په خپله د یونسیف نړیوالې ادارې چارواکي هم وايي، چې په دې سیمه کې د پولیو د پیښو له ډېرېدا سره خپل اقدامات چټکوي او د واکسین په پروګرام کې به ژور اصلاحات راولي.
دوی وايي، په دې برخه کې مهم کار دا دی چې د واکسین د ښه پلي کېدو لپاره ښه ټیمونه وټاکل شي او تر ټولو سیمو لاسرسی ولري، دغه راز په دې برخه کې په خپله د خلکو ښکېلتیا هم مهمه ده چې د خپلو ماشومانو د روغتیا لپاره ډېره همکاري وکړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










