منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 7:52 غ.م
ننوتل
10° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
امنیت او جرمونهغړي

خوست کې د وسلو یو ډیپو ترلاسه شوی

· 2 دقیقې لوستل · 187 کتنې

خوست ښار (پژواک، ۲۹ ليندۍ ۹۶): د خوست د ملي امنيت ځواکونو د وسلو يو لوی ډيپو کشف او ترلاسه کړی دی.

د خوست د ملي امنيت رييس جنرال برکت الله څمکني د ليندۍ په ۲۹مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د وسلو دغه ډيپو تېره ورځ د ملي امنيت ځواکونو د موسی خېلو ولسوالۍ په يوه ځنګلي سيمه کې چې په يو ويجاړ شوي کور کې موجود و، کشف او ترلاسه کړی دی.

هغه زياته کړه چې په دې وسلو کې ۱۰۰۰ د سکر٢٠، ميزايل او د ۸۲ او ۸۵ ملي متري توپ مرمۍ، ۱۸ صندوقه د دهشکې او زيکو یو مرمۍ، سرګلولې او يو شمېر استقامتي ماينونه شامل دي.

څمکني همدا راز وويل، که چېرې دوی دا وسلې پر وخت کشف او نيولې نه وای، ښايي په قومي جنګونو کې ترې ګټه اخيستل شوې وای.

هغه وايي: ((له موږ سره اوس داسې هوايي او کشفي وسايل موجود دي چې پر مټ يې هر ځای کې د وسلو ډيپوګان معلومولی شو. مخکې له دې چې موږ لاس په کار شو، له خلکو مو دا غوښتنه ده چې په داسې حالاتو کې موږ ته خبر راکړي.))

جنرال برکت الله څمکني همدارنګه وويل چې تر دې دمه يې د يادو وسلو په اړه څوک نه دي نيولي، خو وايي چې په اړه يې پلټنې پيل شوې دي.

په همدې حال کې د خوست مرستيال والي شېربادشاه ارګوني پژواک اژانس ته وويل چې د ملي امنيتي ځواکونو دا ډول لاسته راوړنې د خلکو د ژوند تر څنګ د سولې او ثبات د تامينېدو په برخه کې اغېزمن ثابتېږي.

هغه زياتوي: ((موږ د خپلو ملي امنيتي ځواکونو په لاسته راوړنو وياړو او هغوی د شپې او ورځې زحمت باسي، څو خپلو هېوادوالو ته سوله او امنيت تامين کړي. د داسې ډيپوګانو لاسته راوړل موږ ته حوصله راکوي.))

د خوست د ولايتي شورا يوه غړي قديم افغان پژواک اژانس ته وويل، هغه غير قانوني وسلې چې خلکو سره دي، که امنيتي ځواکونه هغه راټولې کړي، نو دې سره به هم قومي جنګونه ختم شي او بل به د دولت وسله والو مخالفينو وسلو ته لاسرسی کم شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

محمد هارون
پېژندپاڼه او ټول راپورونه

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه
امنیت او جرمونه

غزني کې د ځمکې پر سر د شخړې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی

امنیت او جرمونه

جوزجان کې يو کس د خپل ورور د وژنې په تور نیول شوی

امنیت او جرمونه

د پاکستان له بندخونو ازاد شوي ۸۹ افغانان هېواد ته راستانه شول

امنیت او جرمونه

هلمند کې د څلورو انسان‌تښتوونکو نیول کېدل؛ دوه تښتولي کسان ژغورل شوي

امنیت او جرمونه

مجاهد: د جرمونو نړۍواله محکمه دې له خپل صلاحیته پورته ادعاوې نه کوي

امنیت او جرمونه

له نشه‌يي توکو سره د مبارزې وزارت مرستیال او د یو‌اېن‌او‌ډي‌سي مشر د همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی

امنیت او جرمونه

اروپايي ټولنې پر کونړ او هلمند د پاکستان په هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو مرګ‌ژوبله وغندله

امنیت او جرمونه

کابلوف: د مسکو فارمت په غونډه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر کړکېچ بحث کېږي