منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۱۷ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

کابل ښار کې درې سوه روږدي کسان د درملنې په موخه راټول شول

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۰ کتنې

کابل(پژواک،۴مرغومى۹۶): له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت له يو شمېر نورو ارګانونو سره يوځاى د درملنې په موخه درې سوه په نشه يي توکو اخته کسان د کابل ښار له يوې ناحيې څخه را ټول کړل.

نن تر غرمې مخکې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبازرې، کورنيو چارو، عامې روغتيا او د کار او ټولنيزو چارو وزارتونو اړوندو مسوولينو د کابل ښار د يوولسمې ناحيې له سراى شمالي سيمې څخه درې سوه په نشه يي توکو اخته کسان را ټول کړل.

د دې کسانو د را ټولولو په مراسمو کې له نشه يې توکو سره د مبارزې وزارت استازي ناصر شريفي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دې وزارت له يو شمېر نورو ارګانونو سره يوځاى په نشه يي توکو د اخته کسانو د را ټولولو کمپاين پيل کړى دى.

هغه زياته کړه: :" موږ په پلان کې درلوده چې له سراى شمالي څخه به ۱۵۰ تنه معتادين راټول کړو خو اوس يې شمېر درې سوو ته ورسېد.))

دی زياتوي، په نشه د روږدو کسان شمېر ډېر زيات دی او لومړيتوب هغو کسانو ته ورکول کېږي چې سرپناه نه لري.

د ده د معلوماتو له مخې، دا مهال په فينکس کمپ کې زر تنه په نشو روږدي کسان تر درملنې لاندې دي او هر کال په ټول هېواد کې د نږدې ۴۰ زره په نشه يي توکو د اخته کسانو درملنه کيږي.

د راپورونو له مخې، دا مهال په ټول هېواد کې درې اعشاريه شپږ ميليونه کسان په نشو روږدي دي.

په نشو روږدي کسان په داسې حال کې راټولېږي چې د راپورونو له مخې، سږ کال په افغانستان کې د تېر کال په پرتله د کوکنارو کښت ٦٣سلنه او د ترياکو توليد ٧٨سلنه زيات شوى دى.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا