ترينکوټ (پژواک، ۵ مرغومی ۹۶): د اروزګان د عامې روغتيا رياست مسوولين وايي، زورواکي يې نه پرېږدي چې د هغو کسانو پر وړاندې قانوني چلند وکړي چې غير قانوني روغتیايي خدمات وړاندې کوي.
دا څرګندونې د دغه ولايت د عامي روغتیا ریاست سرپرست د مرغومي په ٥مه د دوه ټُنه تاریخ تېر درملو د سوځولو پر مهال پژواک اژانس ته وکړې.
دا له تېرو ١٧ کلونو راهيسې لومړى ځل دى چې په دغه ولايت کې په دومره کچه تاريخ تېر درمل له راټولولو وروسته د رسنيو په شتون کې سوځول کېږي.
د عامې روغتیا سرپرست ریيس سیف الدین پژواک اژانس ته وويل چې ياد دوه ټُنه تاریخ تېر درمل له تېرې څه مودې راهیسې د دوی د روغتيايي کارکوونکو له خوا د ترينکوټ ښار له يو شمېر درملتونونو څخه راټول او نن وسوځول شول.
هغه زياته کړه، دا لړۍ به دوامداره ساتي او هغو کسانو ته به قانوني سزا هم ورکړي چې تاريخ تېر درمل پر خلکو پلوري.
ډاکتر سيف الدين وايي، د تاریخ تېر درملو کارونه د خلکو لپاره زهر وي او بايد ترې ډډه وشي.
د نوموړي په وينا، له تېرو څو کلونو راهیسې چې هر ځل دغه ریاست د هغو کسانو پر وړاندې چې په غیر قانوني توګه فعاليت لري، د مخنيوي هڅې کړې، نو يو شمېر زورواکي د هغوی پر وړاندې د سپر په توګه درېدلي دي.
د عامې روغتيا سرپرست وويل چې لا هم په ښار کې داسې نارینه او ښځینه کتنځایونه لري چې يوه کسانو يې ورځ هم د روغتیا په برخه کې زده کړې نه دي ترلاسه کړي او نه يې هم په دې برخه کې کار کړی دی.
هغه وایي، دوی څو ځلې د دې ډول غیر قانوني کتنځایونو، درملتونونو او یو شمېر نورو فعالیتونو د بندولو لپاره لاس په کار شوي، خو په وینا یې ګڼو کسانو ورته ګواښنه کړې او د هغوی ننګه يې کړې ده.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










