کابل (پژواک، ٧ مرغومى ٩٦): د افغانستان ١٩ کلنې ملي لوبـډلې د نړيوال جام په يوه تمريناتي لوبه کې د نيوزيلينډ يوې ځايي لوبـډلې ته ماتې ورکړه.
ټاکل شوې ده چې د ١٩ کلنو لوبډلو نړيوال جام سيالۍ څو ورځې په نيوزيلينډ کې پيل شي.
د کرکټ ١٩ کلنې ملي لوبډله د تمريناتو او دوستانه سياليو په موخه لا د مخه دغه هېواد ته رسېدلې ده.
د کرکټ ملي ١٩ کلنې لوبډلې نن په يوه تمريناتي دوستانه لوبه کې د نيوزيلينډ د مرکزي ولسوالۍ لوبډلې ته د پنځو منډو په توپير سره ماتې ورکړه.
د نيوزيلينډ يادې لوبـډلې په ټاکل شوو ٥٠ اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره ٢٦٤ منـډې جوړې کړې، د افغانستان له لوري نوين الحق، مجيب ځدراڼ او بهير پکتين دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
خو د باران له امله د کرکټ د قوانينو له لامله افغانستان ته په ٤٦ اورونو کې د ٢٣٠ منډو هدف ورکړل شو چې افغانستان د درېيو لوبغاړو په سوځېدلو سره ترلاسه او لوبه يې وګټله.
د افغانستان ١٩ کلنو له لوري بهير محبوب په زړه پورې لوبه وکړده او ١٠٥ ناسوځېدلې منډې يې جوړې کړې، دغه ارز ابراهيم ځدراڼ ٤٩، درويش رسولي ٤٢ او ناصر وحدت ٢٥ منډې جوړې کړې.
login or register a new account.