کابل (پژواک، ١٠ مرغومى ٩٦): د افغانستان کرکټ بورډ د ويسټ انډيز پخوانى لوبغاړى فيل سايمنز د ملي لوبـډلې د سر روزونکي په توګه اعلان کړ.
دغه راز د کرکټ بورډ مسوولين وايي چې د هېواد بېلابېلې ملي لوبـډلې به د ٢٠١٨ زېږديز کال پر مهال له ګڼو هېوادونو سره د کرکټ سيالۍ ترسره کړي.
دغه څرګندونې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر عاطف مشعل او اجرائيوي رييس شفيق الله ستانکزي د مرغومي په ١٠مه په کابل کې د يو خبري کنفرانس پر مهال وکړې.
دوى په دغه کنفرانس کې د ٢٠١٧ کال د لاسته راوړنو او د ٢٠١٨ زېږديز کال د پلانونو په اړه معلومات له رسنيو سره شريک کړل.
ستانکزي وويل چې د ٢٠١٧ کال پر مهال که څه هم ځينې ستونزې وې، خو په ادارې او لوبو برخو کې ډېرې لاسته راوړنې درلودلې.
هغه زياته کړه چې ملي لوبـډلې يواځې له ايرلينډ څخه د يو ورځنيو لوبو يوه لړۍ بايلوده، خو بيا زمبابوې، اماراتو او ايرلينډ څخه يې ډېرې لوبې وګټلې.
نوموړي وويل چې په ننګرهار، پکتيا، لغمان، کندوز ولايتونو کې يې د معياري لوبغالو جوړولو د بنسټ ډبرې يې ايښې دي.
ستانکزى وايي چې د ځينو ستونزو له امله د ځينو لوبغالو کارونه ځنډېدلي چې د ٢٠١٨ کال پر مهال به يې کارونه چټک شي.
هغه د کابل، لوګر او خوسټ لوبغالو د پراختيا خبر هم ورکړ او ويې ويل چې بوديجه ورته ځانګړې شوې ده.
د کرکت بورډ اجرائيوي رييس وويل چې بله مهمه لاسته راوړنه دا وه چې پخوا د کرکټ د نړيوالې شورا په مهمو پرېکړو کې افغانستان ګډون نه درلود، خو اوس افغانستان ته د مديرانو د بورډ غړيتوب ورکړل شوى دى.
دغه راز دى (اجرائيوي رييس) به د اجرائيوي رييسانو د کمېټې په غوڼدو کې د افغانستان په استازيتوب ګډون کوي.
د کرکټ بورډ عمومي رييس عاطف مشعل وويل چې د ٢٠١٨ زېږديز کال پر مهال به ملي لوبـډله، ملي ١٩ کلنه لوبډله او الف لوبډله له بېلابېلو هېوادونو سره لوبې ترسره کوي.
هغه زياته کړه چې ملي لوبـډله به په اسيايي جام سياليو کې ونډه اخلي، الف لوبډله به له سويلي افريقا يا سريلانکا سره لوبې کوي، دغه راز ١٩ کلنه لوبـډله به هندوستان سره، الف او ملي لوبـډلې به له بنګله دېش سره سيالۍ کوي.
د نوموړي په وينا، له دغو هېوادونو سره خبرې شوې، ځينو سره يې هوکړې هم شوې خو له ځينو سره وروسته کېـږي.
د کرکټ بورډ عمومي رييس عاطف مشعل د ويسټ انډيز پخوانى لوبغاړى فيل سايمنز د ملي لوبـډلې د نوي سر روزونکي په توګه اعلان کړ.
هغه زياته کړه چې د دې پوست لپاره درې بهرنيان شارټ لېسټ شوي وو چې له هغوى څخه سايمنز غوره شو. له نوموړي سره قرارداد لاسليک شوى دى.
٥ کلن فيل سايمنز خپله ورورستۍ لوبه د اسټرالیا پر ړاندې په ۱۹۹۹م کال کې ترسره کړې وه. هغه د ښې لاس توپوهنې تر څنګ منځنۍ کچې تېزتوپ اچونه هم کوله.
نوموړي د ويسټ انډیز لپاره ١٤٣ يو ورځنۍ لوبې کړې او ٣٦٧٥ منډې يې جوړې کړې دې او ٨٣ لوبغاړي يې هم سوځولي دي.
د روزنې په برخه کې هم د غوره تجربو درلودونکی دی او د زمبابوې ملي لوبډلې پر مشر روزونکي سربېره يې د ايرلينډ او ويسټ انډیز ملي لوبډلو د مشر روزونکي په توګه هم دندې ترسره کړې دي.
نوموړي تر دې مخکې د افغان لوبډلې د سلاکار روزونکي په توګه دنده ترسره کړې ده.
دغه راز د کرکټ بورډ سلاکار الله داد نوري د ډسپلين کمېټې د مشر په توګه اعلان شو، تر دې مخکې دغه دنده هستي ګل عابد پرمخ وړله.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










