هرات (پژواک، ۹ لړم ٩٦): په هرات کې يو شمېر کم عمره نجونې وايي چې د کورنۍ غړي په ځانګړي ډول میندې يې دوى تن پلورنې ته اړ باسي، څو له دې لارې خپلو نشه يي توکو ته پيسې پيدا کړي.
په دې اړه د انسان له قاچاق او مهاجرينو له قاچاق سره د مبارزې د قانون په ۱۱مې مادې کې راغلي دي چې په هغه صورت کې چې د انسان د قاچاق د جرم مرتکب د مجنی عليه ښځه، والدين يا قانوني سرپرست يا د عامه خدمتونو موظف وي، په اوږده حبس چې د لسو کلونو څخه لږ نه وي، محکومېږي.
١٥ کلنه زرمينه (مستعار نوم) چې مور يې پر نشه يي توکو روږدې ده، وايي چې مور يې هر وخت د نشه يي توکو لپاره پيسې ونه لري، نو د پيسو په بدل کې دا ځان پلورنې ته مجبوروي.
دغه نجلۍ چې دود وهلې ژېړه څېره، جړ او چټل وېښتان لري، له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل چې څو مياشتې وړاندې د خپلې روږدې مور له لوري د ٦٠٠افغانيو په بدل کې يوه ځوان سړي ته د جنسي اړيکې لپاره وسپارل شوه چې په خبره يې مور يې تر اوسه پورې څو ځلې د جنسي اړيکو لپاره سالمو افرادو ته سپارلې ده.
زرمينه چې څېره یې د سرپناه د نشتون، مجبوريت او تن پلورنې کيسه کوي، د خپل نا څرګند راتلونکي او برخليک په اړه وايي: ((کله چې ځوانان را نږدې کېږي، ترې ډارېږم او حتى زه یې وهلې ډبولې هم یم، څو له غالغمان پرته خپل ټول وجود د هغوى په واک کې ورکړم.))
هغې زياته کړه: ((کله چې د نارينه لاس راباندې لګېږي، ټول وجود مې له وېرې لړزه اخلي، په وجود کې مې سخت درد پيدا کېږي.))
دا يوازې زرمينه نه ده چې تن پلورنې ته اړه کړل شوې ده.
١٢ کلنه مرجان (مستعار نوم) هم يو له هغو ماشومانو ده چې نشه يي توکو اړه کړې، څو د دې وژونکو زهرو (نشه يي توکو) د ترلاسه کولو لپاره ځان پلورنه وکړي. مور يې دا هم روږدې کړې او حتى کله کله يې په زور د نارينه وو په واک کې ورکوي.
د نوموړي معصومه څېره او ژېړبخونې سترګې د جنسي ځور او تن پلورنې کيسه کوي او وايي: ((کله چې د لومړي ځل لپاره يوه نارينه بوتلم، لومړى يې خوله په يوه دستمال را وتړله، وروسته يې لاسونه او پښې هم را وتړلې، درد مې ټول وجود ونيوه او بې هوښه شوم، کله چې په هوښ راغلم نو دومره کمزورې وم چې په لاره هم نه شوه تللى.))
د هرات د نشه يي توکو سره د مبارزې رياست د معلوماتو له مخې، هرات يو له هغو ولايتونو دى چې د نشه يي توکو د روږدو شمېرې يې له ٥٠ تر ٦٠ زرو تنو پورې رسېږي چې نږدې ١٣ سلنه يې ښځې جوړوي. دغه ښځې د نشه يي توکو د ترلاسه کولو لپاره هر کار ته مخه کوي.
پري جان (مستعار نوم) يو له روږدو ښځو ده چې د هرات ښار په سلطان اغا زيارت کې د نورو روږدو تر څنګ شپې ورځې تېروي.
هغه وويل چې خپله ١٣ کلنه لور يې د لس زره افغانيو په بدل کې د درېيو ساعتونو لپاره يوه سړي ته ورکړې، خو دوې ورځې کېږي چې تر اوسه پورې يې له لور نه احوال نه لري، خو نوموړې ونه غوښتل چې په دې اړه ډېر څه ووايي.
د هرات د ځوانانو ټولنيزو شورا سلاکارعبدالله عزيز چې له يوه نيم کال راهيسې د روږدو د ټولنې په برخه کې فعاليت کوي، وايي چې په هرات کې د روږدو ورځ تر ورځې زياتېدونکې شمېر پر يوه ناورين او خاموش سونامي بدل شوى دى.
هغه زياته کړه چې څو ورځې وړاندې يې د هرات ښار په کچه روږدي ټولول، د دوى له منځه يوې ښځې ورته وويل چې لور يې د څو ساعتونو لپاره يوه نارينه ته ورکړې، خو دوې شپې ورځې کېږي چې بېرته يې نه ده راوړې، د دغه ناورين مخنيوى دې وشي.
داسې روږدې ښځې هم شته چې د نشه يي توکو د ترلاسه کولو لپاره خپل کوچني ماشومان پلوري.
پنځه دېرش کلنه مېرمن عسل بيګم (مستعار نوم) چې د هرات ښار د يوه واټ تر څنګ له درېيو نارينه وو سره تر يوه وراسته او چټل څادر لاندې نشه يي توکي څکل، د پژواک خبري اژانس خبريال ته يې وويل چې لس کاله وړاندې په ايران کې روږدې شوه او په دې موده کې يې څلور نجونې د هرات په ښار کې پلورلې او پر پيسو یې خپل ځان او خاوند ته نشه يي توکو پېرلي دي.
نوموړې په داسې حال کې چې اوښکو د خبرو اجازه نه ورکوله، وويل: ((له همداسې يوې روږدې مې واورېدل چې يوه کورنۍ غواړي ماشوم وپېري او د همدې روږدي له لارې له داسې ښځې سره اشنا شوم چې ماته يې زما د لور پېرلو وړانديز وکړ.))
مېرمن بيګم د نشه يي توکو لپاره د پيسو پيدا کولو لپاره سوال کوي، خو وايي چې که چېرې له دې لارې پيسې ترلاسه نه کړي، نو ځان پلورنه هم کوي.
ديني عالمان هم په کرايه د نجونو ورکړه د اسلام له نظره حرامه بولي او د ورته کړنو د مخنيوي لپاره د حکومت پر اقدام ټينګار کوي.
د هرات د ارشاد، حج او اقافو رياست مشر او ديني عالم سيد عبدالواحد اثمي په کرايه د نجونو ورکړه او پلور مردود بولي وايي: ((د اسلامي شريعت له نظره دا عمل حرام او زنا ګڼل کېږي.))
نوموړي زياته کړه چې د حکومت تر څنګ ديني عالمان هم دنده لري چې د نشه يي توکو زيانونه جدي وبولي، څو د اسلامي شرعت د خلاف اعمالو لکه د ماشومانو پلور او ځان پلورني مخنيوى وشي.
په هرات کې د بشري حقونو ساحوي کمېسيون مشر عبدالقادر رحيمي هم تاييدوي چې په دغه ولايت کې يو شمېر روږدي د ماشومانو پلورنې ته مخه کوي او يا هم خپلې ځوانې نجونې تن پلورنې ته اړ باسي.
نوموړي په دې برخه کې د حکومت پر نه پاملرنه نيوکه وکړه او ويې ويل: ((حکومت تر اوسه پورې په دې اړه هېڅ اقدام نه دى کړى، خو د دې ټولنيزې سونزې مخنيوى وکړي، د بشري حقونو کېسيون يوه اندېښنه هم په همدې اړه ده.))
د اړوندې موضوع په اړه د انسان له قاچاق او مهاجرينو له قاچاق سره د مبارزې د عالي کميسيون غړي عبدالوحيد هدايت پژواک ته وويل: (( زموږ کميسيونونه په ولاياتو کې کار کوي، په هره ربع کې موږ ته راپور راکول کيږي، خو په ځانګړي ډول د دې موضوع په اړه مونږ ته تر اوسه راپور نه دې راکړل شوې.))
خو ده وويل که د دوى د کميسيون غړي له دغه شان پېښو سره مخ شي نو د پوليسو او ملي امنيت ادارو له لارې ورته رسيدنه کوي.
د هغه د معلوماتو له مخې دوى هره مياشت تخنيکي غونډې لري، په هر دو دريو مياشتو کې د عالي کميسيون غونډه جوړيږي او دغه شان ټولو مواردو ته رسيدنه کيږي.
خو د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد وويل چې د اعتياد زياتوالي ښکارنده د ځايي ادارې لپاره يوه جدي نګراني ده او د هرات اوسېدونکو ته يې ننګونې رامنځته کړې دي. روږدي غلاوې کوي او حتى په امنيتي برخه کې يې هم نامطلوبې اغېزې کړې دي.
هغه زياته کړه چې د روږدو شتون له بده مرغه چې يوه جدي ټولنيزه ستونزه رامنځته کړې، خو تر اوسه پورې د ولايت مقام ته د ماشوم پلورنې او تن پلورنې په اړه کوم موارد نه دي رسېدلي، که چېرته داسې موارد وجود ولري، سيمه ييزه اداره يې د مخنيوي په برخه کې اقدام کوي.










