ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د زمبابوې پر وړاندې سياليو لپاره د کرکټ ملي لوبډله اعلان شوه

د زمبابوې پر وړاندې سياليو لپاره د کرکټ ملي لوبډله اعلان شوه

author avatar
7 Jan 2018 - 16:32
د زمبابوې پر وړاندې سياليو لپاره د کرکټ ملي لوبډله اعلان شوه
author avatar
7 Jan 2018 - 16:32

کابل (پژواک، ١٧ مرغومى ٩٦) : د افغانستان کرکټ بورډ غوراوي کمېټې د زمبابوې پر وړاندې د سياليو لپاره ملي لوبډله اعلان  کړه.

دغه لوبې راتلونکې مياشت د ٢٠١٨ زېږديز کال د فبرورۍ په پنځمه نېټه په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ غوراوي کمېټې مشر نوروز منګل د مرغومي په ١٧مه،د خبري کنفرانس پر مهال د زمبابوې پر وړاندې د يو ورځنيو او شل اووريزو سياليو لپاره جلا جلا لوبـډلې اعلان کړې.

هغه زياته کړه چې د پياوړي تېز توپ اچوونکي  حميد حسن  روغتيا وضعيت اوس ښه شوى او تر زياتو تمريناتو وروسته يې د شل اووريزو سياليو لوبډله کې ورته چانس ورکړى دى.

نوموړي وويل، چې شهزاد محمدي باندې د کرکټ د نړيوالې شورا له خوا لګېدلى بندېز لرې شوى، خو د تېر يو کال په موده کې يې خپلو تمريناتو ته ادامه ورکړې وه او لوبو ته بشپړ چمتووالى لري.

نوروز منګل د کريم صادق په اړه وويل، چې هغه په تېرو شپږيزو او اوس د احمد شاه ابدالي په سياليو کې ښه وځلېده او په دواړو سياليو کې يې د غوره لوبغاړي مقام ترلاسه کړ چې له امله يې په شل اووريزه لوبډله کې ورته چانس ورکړل شو.

د دغو سياليو لپاره اعلان شوې لوبـډلې په لاندې ډول دي.

د يو ورځنيو سياليو لوبډله : شهزاد محمدي، جاوېد احمدي، احسان جنت، رحمت شاه زرمتی، اصغر ستانکزى، نجيب ځدراڼ، سميع شينواری، ناصر جمال، محمد نبي، ګلبدين نايب، راشد خان، مجيب ځدراڼ، شرف الدين  اشرف، دولت ځدراڼ او شاپور ځدراڼ.

د شل اووريزو سياليو لپاره اعلان شوې لوبډله :

شهزاد محمدي، عثمان غني، کريم صادق، اصغر ستانکزى، محمد نبي، نجيب ځدراڼ،  شفيق الله شفق ، سميع الله شينواری ، ګلبدين نايب ، راشد خان ، مجيب ځدراڼ، شرف الدين اشرف، شاه پور ځدراڼ، حميد حسن  او افتاب عالم.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.