ژبه

افغانستان د کرکټ نړيوال جام په يوه تمريناتي لوبه کې بنګله دېش ته ماته ورکړه

کابل (پژواک، ١٨ مرغومى ٩٦) : د افغانستان د کرکټ ١٩ کلنې ملي لوبډلې د نړيوال جام په يوه تمريناتي لوبه کې د بنګله دېش لوبډلې ته ستره ماتې ورکړه.

ټاکل شوې ده چې د ١٦ هېوادونو په ګډون د ١٩ کلنو نړيوال جام سيالۍ د مرغومي په ٢٢مه، په نيوزيلينډ کې پيل شي.

افغانستان په (د) ګروپ کې له پاکستان، سريلانکا او ايرلينډ سره لوبې کوي.

د نړيوال جام سياليو لپاره د چمتووالي په لړ کې نن د افغانستان او بنګله دېش د لوبډلو ترمنځ يوه تمريناتي لوبه ترسره شوه.

د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د مرغومي په ١٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ددې لوبې پچه د بنګله دېش لوبډلې وګټله او لومړى يې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

د افغانستان لوبډلې لومړى توپوهنه وکړه او په نهه څلوېښتم اوور کې په ٢٠٨ منډو يې ټول لوبغاړي وسوځېدل.

د افغانستان ١٩ کلنې لوبـډلې له لوري عظمت الله عمرزي په زړه پورې لوبه وکړه او ٨١ منډې يې جوړې کړې.  دغه راز بهير شاه ٤٤ او ابراهيم ٣٨ د پام وړ منډې جوړې کړې.

د بنګله دېش لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه شو کړاى او ټوله لوبډله يې په دوه څلوېښتم اوور کې په ١٥٠ منډو وسوځېدله او دغه راز افغانستان دا لوبه د ٥٦ منډو په ستر توپير سره وګټله.

د ملي ١٩ کلنې لوبـډلې له لوري نوين الحق  او قيس احمد درې درې، مجيب ځدراڼ، وفادار او ظاهر خان يو يو لوبغاړى وسوځول، نوين الحق د لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.

افغانستان به د نړيوال جام سياليو په ترڅ کې خپله لومړۍ لوبه له پاکستان سره ترسره کوي. 

login or register a new account.