ژبه

د امريکا په تګزاس ایالت کې د افغانانو کلتوري مرکز پرانيستل شو

کابل (پژواک، ٢٣ مرغومى ٩٦): د امريکا متحدو ايالتونو په تګزاس ايالت کې د افغانانو لومړی کلتوري مرکز پرانیستل شو.

په واشنګټن کې د افغان سفارت له خوا د مرغومي په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه مرکز د پرانیستې په مراسمو کې افغان سفیر ډاکتر حمدالله محب تر څنګ د هيوسټن ښاروال سلوسټر ټورنر، د کانګرس غړې جکسن لي، د دغه ايالت يو شمېر نورو استازو او کسانو او د افغان سفارت کارکوونکو برخه اخيستې وه.

د هیوسټن ښاروال د یاد فرهنګي مرکز پرانیستل په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو تر منځ د نښتلوونکو اړیکو پیلامه وګڼله.

نوموړي هیله څرګنده کړه چې هیوسټن ښار به د خويندو ښارونو تر پروګرام لاندې له کابل سره وصل او له دې لارې به په فرهنګي برخه کې د اړیکو نوی باب پرانیستل شي.

افغان سفیر ډاکتر حمدالله محب د دغه فرهنګي مرکز په جوړېدو کې د تګزاس ایالت د چارواکو له همکارۍ او لېوالتیا مننه وکړه.

هغه دغه مرکز د دواړو هېوادونو د اړیکو په ټینګېدو کې مهم وباله او د داسې نوښتونو له لارې یې د دواړو هېوادونو د فرهنګي اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ.

د امريکا د کانګرس غړې جکسن لي بيا وویل چې افغانانو هیوسټن ښار ته فرهنګي ښکلا راوړې او د دغه ځای د کلتوري تنوع مهمه برخه ګرځېدلي دي.

هغې د افغاني خوړو ځانګړې ستاینه وکړه.

وروسته د افغانستان سفیر د یاد فرهنګي مرکز مشر بشير ساپي او ملګرو ته د ښه کار او ابتکار په موخه د سفارت له اړخه ستاینلیک ورکړ.

د افغانستان کلتوري اتشه مجید قرار وویل چې دغه ډول مرکز هم د افغانانو تر خپل منځ او هم د افغانانو او نورو امریکایانو تر منځ د اړیکو جوړولو لپاره اړين دی چې د محافلو د تدویر، فرهنګي او هنري فعالیتونو او علمي او فرهنګي راکړې ورکړې له لارې خلک د افغانانو له کلتور سره اشنا کړي.
په دې مراسمو کې په ياد ښار کې مېشتو ګڼو افغانانو هم ګډون کړى و.