کابل (پژواک، ٢٧ مرغومى ٩٦): د افغانستان د ١٩ کلنو کرکټ ملي لوبډلې د نړيوال جام سياليو په لړ کې سريلانکا ته په ماتې ورکولو سره دويمه بريا خپله کړه.
د ١٦ هېوادونو د ١٩ کلنو لوبډلو په ګډون دا سيالۍ په نيوزيلينډ کې روانې دي او ګډون کوونکې لوبډلې پر دوو ګروپونو وېشل شوې دي.
افغانستان په (د) ګروپ کې له پاکستان، سريلانکا او ایرلینډ سره دى.
د هېواد ١٩ کلنې ملې لوبډلې نن خپله دويمه لوبه له سريلانکا سره ترسره کړه، د لوبې پچه د سريلانکا لوبډلې وګټله او لومړى يې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
د افغانستان ١٩ کلنې لوبډلې په ټاکل شوو ٥٠ اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره ٢٨٤ منډې جوړې کړې او سيالې لوبډلې ته يې د ٢٨٥ منډو هدف ورکړ.
د ١٩ کلنو ملي لوبـډلې له لوري ابراهيم ځدراڼ ٨٦، دروېش رسولي ٦٣ او اکرام علي خېل ٥٥ د پام وړ منډې جوړې کړې.
د سريلانکا لوبډلې چې د ياد هدف ترلاسه کولو لوبه یې پيل کړه؛ له امله یې درې لوبغاړي ژر له لاسه ورکړل او تر فشار لاندې راغله، خو کله چې يې منډې ١١٤ ته ورسېدې؛ نو د باران له امله لوبه ودرېده.
مسوولینو، د کرکټ نړيوالې شورا د باران د قوانينو له مخې، سريلانکا ته په ٣٨ اورونو کې د ٢٣٤ منډو هدف ورکړ، خو د هغوى ټوله لوبډله په ٢٠٢ منډو وسوځېده او دغه راز افغانستان دا لوبه د ٣٢ منډو په توپير سره وګټله.
د افغانستان له لوري لوبـډلمشر نوين الحق يو ځل بيا په زړه پورې توپ اچونه وکړه او د سريلانکا څلور لوبغاړي يې وسوځول، دغه راز عظمت الله عمرزي او قيس احمد هم دوه دوه لوبغاړي له ميدانه بهر کړل.
ابراهيم ځدراڼ چې په دې لوبه کې يې ٨٦ منډې جوړې کړې، د لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.
سريلانکا ته په ماتې ورکولو سره افغانستان د روان نړيوال جام سياليو دويمه مهمه بريا خپله کړه، تر دې مخکې يې د پاکستان پياوړې لوبـډلې ته هم ماتې ورکړې وه.
له دې بريا سره افغانستان په خپل ګروپ کې د څلورو نومرو په ترلاسه کولو سره لومړى مقام خپل کړ او دويم پړاو ته د لارې موندلو لپاره يې چانس ډېر شو.
login or register a new account.