منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 7:52 غ.م
ننوتل
10° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
روغتیاغړي

خوست کې د طبي انسټیټیوټونو له سلګونو فارغینو ازموینه واخیستل شوه

· 2 دقیقې لوستل · 129 کتنې

خوست ښار (پژواک، ۲۸ مرغومى ۹۶): د عامې روغتيا وزارت په خوست کې د طبي نیمه لوړو زده کړو خصوصي مرکزونو له فارغ شوو محصلينو د ارزونې ازموينه واخيسته.

د خوست د عامې روغتيا رياست مرستيال ډاکتر ګل محمدين منګل د دې ازموينې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، په ازموينه کې د پنځو خصوصي منځنيو طبي انسټيټيوټونو ۱۲۸۸ فارغو محصلينو ګډون کړی و چې څه باندې ۴۰۰ يې نجونې وې.

ده زياته کړه، د دې ازموينې په پايله کې برياليو کسانو ته د عامې روغتيا وزارت د طبي زده کړو د فراغت سندونه ورکوي، چې په دې سره بيا کولای شي په دولتي روغتيايي مرکزونو او ادارو کې دندې ترسره کړي.

هغه وايي: ((دا د ۹۳، ۱۳۹۴ او ۹۶ کلونو فارغ محصلين دي. د کيفيت له پلوه خصوصي روغتيايي انسټيټيوټونه ډېر ښه دي، خو د دې لپاره چې د عامې روغتيا وزارت ښه ډاډه شي، دا ازموينه اخلو او بيا به برياليو کسانو ته رسمي سندونه ورکړل شي)).

له يوه خصوصي طبي انسټيټيوټ څخه فارغې شوې محصلې ناديې (مستعار نوم) د ازموينې په صحنه کې پژواک اژانس ته وويل، په انسټيټيوټ کې يې نظري او عملي زده کړې په ښه ډول ترسره کړې دي.

د دې په وينا، اوسمهال په يوه ولسوالۍ کې په يوه شخصي روغتيايي مرکز کې د ښځينه ناروغانو په درملنه بوخته ده، خو که د روغتيا وزارت ورته رسمي سند ورکړي، لا ښه فعاليت به وکړای شي.

هغې زياته کړه: ((په ولسواليو کې د مور او ماشوم د مړينې يو لامل دا دی، چې ښځينه روغتيايي کارکوونکې په خپل وخت نه پيدا کېږي، خو موږ اوس کولای شو دا ستونزه تر ډېره هواره کړو.))

د خوست ولايتي شورا غړې نعت بي بي عمري له پژواک اژانس سره په خبرو کې خوښي څرګنده کړه چې په دې وروستيو کلونو کې په خوست کې د ښځينه وو د زده کړو بهير پياوړی شوی دی.

هغې وويل، لوستې ښځې نه يواځې د روغتيا په برخه کې ستونزې هوارولی شي، بلکې په ټوليز ډول د ټولنې په پرمختګ او د کورنيو په سمبالښت کې اغېزناک رول لوبوي.

عمري زياته کړه: ((په هر کور کې چې لوستې ښځه وي، دا د رڼا په معنا ده. کوم کور چې لوستې ښځه ونه لري، هغه کور تياره وي. زموږ هېواد جګړو سخت ځپلی دی، اوس د زده کړو په وسيله ستونزې له منځه وړلی شو.))

د يادونې ده، د خصوصي نیمه طبي زده کړو په يادو پنځو انسټيټيوټونو کې اوسمهال څه باندې ۱۷سوه محصلين پر زده کړو بوخت دي چې يوه برخه يې نجونې جوړوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

محمد هارون
پېژندپاڼه او ټول راپورونه

اړوند خبرونه

ټول روغتیا
روغتیا

هلمند کې د مالګې د توليد شپږ کارخونې د روغتیايي معیارونو نه رعایتولو له امله تړل شوې دي

روغتیا

دوه نړۍوال بنسټونه: افغانستان کې خوارځواکي مخ پر زیاتېدو ده او باید بېړنۍ مرستې وشي

روغتیا

د غزني جغتو کې خلکو په خپل لګښت روغتیايي مرکز جوړ کړی؛ د تجهیز لپاره یې مرستې ته اړ دي

روغتیا

د عامې روغتیا وزیر له خپل بېلاروسي سیال سره د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

روغتیا

کونړ کې د اووه میلیون افغانیو په لګښت یو روغتیايي مرکز جوړ شو

روغتیا

هند له افغانستان سره په روغتیايي برخه کې د همکاریو پر دوام ټینګار کړی

روغتیا

کابل کې د څښاک اوبو کیفیت؛ د خلکو له اندېښنو تر روغتیايي څارنې

روغتیا

د افغانستان د سوداګرۍ خونې د سرطان تخصصي خیریه روغتون جوړولو طرحه تصویب کړه