منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۵۵ غ.و
۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

دوه افغان بايسکل چلوونکي د کابل- مزار لار پر بايسکل وهي

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۰ کتنې

کابل (پژواک،۳سلواغه۹۶): د هېواد د بايسکل ځغلولو د ملي ټيم دوو غړو پرېکړه کړې چې له کابل څخه تر مزارشريف پورې ۴۲۰کيلومتره لاره د سولې پيغام راوړونکو په نامه پر بايسکل ووهي.

 روح الله نظري او ايمل نبي زاده نن په کابل ښار کې دغه اوږ دسفر د  اولمپيک د ملي کمېټې له انګړ څخه پيل کړ.

د هېواد د اولمپيک د ملي کمېټې سرپرست باور هوتک په هغو مراسمو کې چې په همدې موخه جوړ شوي وو، وويل چې دغه دوه بايسکل چلوونکي به له ځان سره د سولې او دوستۍ پيغام ولري او له هغو خلکو سره به يې شريک کړي چې د کابل-بلخ لارې په اوږدو کې پراته دي.

 هغه زياته کړه:" دوی د سولې سفيران دي او په خپل دې نوښت سره غواړي چې خپلو هغو هېوادوالو ته د سولې پيغام ورسوي چې د يادې شوې لارې په اوږدو کې پراته دي."

 د بايسکل ځغلونې فدراسيون مشر محمد حسين حميدي له دغه نوښت څخه په هرکلي سره وويل چې د هېواد د ملي ټيم دغه دوه غړي په خپل دې اقدام سره د سولې او قانون مننې پيغام لېږدوي.

د نوموړي په وينا، لوبغاړو د سولې راوړنې پيغام د سفيرانو په توګه تل د خلکو د خوښۍ او پيوستون لپاره کار کړی او هوډ لري چې په دې برخه کې خپله دنده ترسره کړي.

 د بايسکل ځغلونې د ملي ټيم غړي روح الله نظري وويل:" له خپل همکار سره مې يو ځای پرېکړه وکړه چې له کابل څخه تر بلخ پورې پر بايسکل ولاړ شوو او په دې لاره کې بېلا بېلو ډلو او خلکو ته د سولې پيغام ورسوو."

 بل ورزشکار ايمل نبي زاده چې ټاکل شوې ده دغه اوږده لاره چې له پروان، بغلان او سمنګانو ولايتونو څخه تېره شوې، ووهي، پژواک ته يې وويل چې ددې کار لپاره يې چمتوالی نيولی دی.

 هغه وويل چې يوازې د سالنګ له سړې او خرابې هوا څخه وېره لري، خو له دې سره سره هيله لري چې دغه لار و وهي او  خپلې موخې ته روغ رمټ ورسېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې