منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۴۸ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

کرکټ بورډ د بوديجې له کمښت سره مخامخ دى

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۶ کتنې

کابل (پژواک، ٤ سلواغه ٩٦): د افغانستان د کرکټ بورډ مشر وايي، په روان زېږديز کال (٢٠١٨) کې د دغې ادارې بوديجه له ١٤ ميليون ډالرو زياته ده چې شاوخوا دوه ميليون ډالره يې تر اوسه پورې نه ده ورکړل شوې.

شاکر عاطف مشعل، نن په کابل کې د خبري ناستې پر مهال چې د کرکټ بورډ تر کلنۍ ناستې وروسته ترسره شوې وه، د يادې ادارې د روان کال پروګرامونو په اړه خبرې وکړې.

هغه وويل: "پرون شپه مو د کرکټ کلنۍ ناسته په بريالۍ توګه ترسره کړه او په دې بريالي شو چې د لومړي ځل لپاره په مالي، د ملي ټيم د ټاکلو، بشري سرچينو او تدارکاتو په برخه کې څلور پاليسۍ تصويب کړو."

د ده په وينا، د يادو پاليسو موجوديت به د اصلاحاتو پر رامنځته کېدو سربېره د روڼتيا او حساب ورکونې لامل هم شي.

مشعل زياته کړه، په همدې برخه کې يې له يوه بهرني شرکت سره يو قرارداد هم لاسليک کړى، څو په تېر زېږديز کال کې د دغې ادارې د فعاليتونو څېړلو راپور چمتو کړي.

د کرکټ بورډ مشر څرګنده کړه، د يادې ادارې بوديجه ١٤ ميليون او ٤٠٠ زره ډالره ده چې د دغې اندازې ډېرى برخه به يې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د کرکټ د څلورو ميدانونو او پنځو اکاډميو جوړولو ولګول شي.

خو نوموړي د دې خبرې په څرګندولو سره چې د هېواد د کرکټ اداره د بوديجې له کمښت سره مخامخ ده، وويل: "په ټوليز ډول ٥،٨ ميليون ډالره د افغان حکومت له لوري، پنځه ميليون ډالره د کرکټ نړيوالې شورا (ICC) او ١،٨ ميليون ډالره د کرکټ د تر ټولو ستر ملاتړي الکوزي شرکت له لوري کرکټ بورډ ته ورکړل شوي، خو موږ د پروګرام له مخې، له ١،٨ ميليون ډالره بوديجوي کسر سره مخامخ يو."

د کرکټ بورډ مشر څرګنده کړه، ياده اداره هڅه کوي چې د کرکټ په سياليو کې د تبليغاتو منلو له لارې پاتې بوديجه بشپړه کړي.

د افغانستان د کرکټ غوره ليګ سيالۍ له هغو عمده طرحو ګڼل کېږي چې د عاطف مشعل په وينا، په پام کې نيول شوې او ټاکل شوې چې د روان کال په نومبر مياشت کې (لس مياشتې وروسته) ترسره شي.

د هغه په وينا، دغه سيالۍ به د پنځو ټيمونو او ٢٤ تر ٣٠ بهرنيو او له ٧٥ تر ١٠٠ کورنيو لوبغاړو په شتون کې ترسره شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې