منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 7:52 غ.م
ننوتل
10° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
امنیت او جرمونهغړي

خوست کې مېشتو وزيرستاني کډوالو د پاکستان حکومت خلاف لاريون وکړ

· 2 دقیقې لوستل · 116 کتنې

خوست ښار (پژواک، ۶ سلواغه ۹۶): په خوست کې مېشتو وزيرستاني کډوالو د پاکستان حکومت خلاف لاريون وکړ او په هغه هېواد کې يې له پښتنو سره کېدونکی چلند وغانده.

په ياد لاريون کې چې نن (د سلواغې ٦مه) د دې ولايت د ګربزو ولسوالۍ په ګلان کمپ کې وشو، سلګونو وزيرستاني کډوالو په کې برخه اخيستې وه او په پاکستان کې يې له پښتنو سره د عدالت غوښتنه کوله.

لاريون کوونکو د پنجاب د حکومت پر خلاف شعارونه ورکول، همدارنګه يې د رخت پر ټوټو ليکل شوي شعارونه او د نقيب الله محسود عکسونه هم له ځان سره لېږدول او پر کاغذ د پاکستان ليکل شوي نوم ته يې اور هم واچاوه.

دوی په کراچۍ ښار کې د پوليسو له لوري د نقيب الله محسود د وژنې پېښې ته په اشارې سره وويل، چې د پاکستان حکومت نه غواړي پښتانه سره يو شي او له خپلو حقونو برخمن شي.

د دې لاريون يوتن ګډون کوونکي بيت الله وزير پژواک خبرى اژانس ته وويل: ((موږ د پنجاب او سيند پر حکومت غږ کوو چې څومره ظلم دې له پښتنو سره وکړ، قبايل دې در په در کړل او خرڅ دې کړل. نن دې بيا هم له پښتنو سره ظلم شروع کړی دی، دا بند کړئ.))

د وزيرستاني کډوالو قومي مشر ملک شېرعزيز داوړ له خبريالانو سره په خبرو کې د پاکستان له حکومت څخه وغوښتل چې د نقيب الله محسود د وژلو پېښه وڅېړي او عاملينو ته يې سخته سزا ورکړي.

داوړ د نورو لاريون کوونکو په استازيتوب وويل، چې که د پاکستان حکومت د نقيب الله محسود کورنۍ ته د عدالت ډاډ ور نه کړي، په ټوله نړۍ کې به پښتانه د عدل غوښتنه وکړي.

هغه وويل: ((موږ دا غوښتنه کوو، چې د شهيد نقيب الله کورنۍ ته دې عدل ورکړل شي او د هغه وژونکی انور راو دې عدالت ته حاضر کړای شي.))

د خوست د ګربزو ولسوالۍ د ګلان کمپ دغو وزيري کډوالو د لر او بر پر ټولو افغانانو غږ وکړ، چې د خپل دښمن په مقابل کې يوه موټی شي او له خپلو حقونو څخه دفاع وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په کراچۍ ښار کې د پوليسو له لوري پښتون موډل نقيب الله محسود د وژلو په پايله کې د پاکستان د حکومت خلاف پراخ لاريونونه او مدني حرکتونه وشول.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

محمد هارون
پېژندپاڼه او ټول راپورونه

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه
امنیت او جرمونه

غزني کې د ځمکې پر سر د شخړې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی

امنیت او جرمونه

جوزجان کې يو کس د خپل ورور د وژنې په تور نیول شوی

امنیت او جرمونه

د پاکستان له بندخونو ازاد شوي ۸۹ افغانان هېواد ته راستانه شول

امنیت او جرمونه

هلمند کې د څلورو انسان‌تښتوونکو نیول کېدل؛ دوه تښتولي کسان ژغورل شوي

امنیت او جرمونه

مجاهد: د جرمونو نړۍواله محکمه دې له خپل صلاحیته پورته ادعاوې نه کوي

امنیت او جرمونه

له نشه‌يي توکو سره د مبارزې وزارت مرستیال او د یو‌اېن‌او‌ډي‌سي مشر د همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی

امنیت او جرمونه

اروپايي ټولنې پر کونړ او هلمند د پاکستان په هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو مرګ‌ژوبله وغندله

امنیت او جرمونه

کابلوف: د مسکو فارمت په غونډه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر کړکېچ بحث کېږي